افغان کرکټ لوبډله د ۲۰۱۹ کال نړۍ‌وال جام غوراوي پړاو ته روانه شوه

افغان کرکټ ملي لوبډله نن له غرمې مخکې د یو بل مهم هدف له‌پاره له عربي اماراتو نه د زمبابوی د پلازمینې «هرارې» په لوري روانه شوه.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، افغان کرکټ ملي لوبډله به په زمبابوی کې د انګلستان په کوربتوب ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو ته په غوراوي پړاو کې په (ب) ګروپ کې سیالۍ وکړي.

دغه لوبې د مارچ پر ۴مه د ۱۰ لوبډلو ترمنځ پیلېږي چې افغان لوبډله به په‌کې د وېسټ‌انډيز او هالینډ پر وړاندې له تمریني لوبو وروسته په رسمي سیالیو کې له سکاټلینډ، زمبابوی، هانګ‌کانګ او نیپال کرکټ ملي لوبډلو سره سیالۍ وکړي.

د دې غوراوي پړاو پرمهال ګروپي سیالۍ په ټلوېزیون نه‌ښودل کېږي؛ خو له «سوپرسیکس» نیولې تر پای‌لوبې به ټولې سیالۍ د سټار ټلوېزیوني شبکې له لارې خپرې شي او ۲ مخکښې لوبډلې به ترې د راتلونکي کال ۵۰ اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.

افغان کرکټ ملي لوبډله په‌داسې حال کې زمبابوی ته روانېږي چې بېګا شپه یې د مېلمه زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې پر خلاف وروستۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ هم د ۱۴۵ منډو په توپیر وګټله.

په‌دې سره افغان کرکټ ملي لوبډلې د عربي اماراتو په سفر کې د ۲ شل اوریزو لوبو په شمول ټولټال ۷ سیالۍ ترسره کړې چې په ۶ لوبو کې یې بریاوې خپلې کړې او د دواړو سیریزونو د اتلولۍ جامونه یې وګټل.

د یادونې ده چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په زمبابوی او عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوی کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵۰ اوریزو لوبو ۵ سیریزونه او ټولټال ۲۴ سیالۍ شوې چې د ۴ سیریزونو په ګټلو او یو مساوي کولو سره ۱۵ لوبې افغانستان او ۹ بیا زمبایوی ګټلي دي.

رحمت‌شاه زرمتی د پخواني لوبډلمشر نوروز منګل له ۳۰۶ منډو وروسته دویم افغان توپ‌وهونکی شو چې په یو سیریز کې یې د دویم ځل له‌پاره افغانستان ته د تاریخ زیات ۶۸ اوسط سره زیاتې ۲۷۲ منډې جوړوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام