.jpg)
ټاکل شوې ده د برازیل په کوربتوب په (ریو) المپیک سیالیو کې به د جودو لوبغاړی توفیق بخشي د افغانستان له پاره لومړی لوبغاړی وي، چې دغه سیالۍ پیل کړي.
د برازیل په کوربتوب سترو المپیک سیالیو ته د توفیق بخشي لوبه د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ د سیالیو پر ۶ مه ورځ خو د اګست میاشتې پر ۱۰ مه نېټه پلان شوې ده.
توفیق بخشي چې په افتخاري توګه ورته په روانو المپیک سیالیو کې د لوبېدلو موقع ورکړل شوې ده؛ په ۶۴ کیلو ګرامه وزن کې به د خپل سیال پر وړاندې لوبه وکړي.
د افغانستان په ګډون د (ریو) سترې المپیک سیالۍ تېره شپه د نړۍ ۲۰۷ هېوادونو او نږدې ۱۱ زره لوبغاړیو ترمنځ پیل شوې، چې تر ټولو زیات ۵۵۴ لوبغاړي به په کې د امریکا او تر ټولو کم ۱ لوبغاړی د توالو هېواد وي.
د سږ کال په المپیک سیالیو کې د کډوالو ځانګړې لوبډله هم شته؛ خو د سویلي سوډان او کوسووا لوبغاړیو ته د لومړي ځل له پاره په المپیک سیالیو کې د لوبېدلو چانس ورکړل شوی دی.
.jpg)
د برازیل په (ریو) المپیک سیالیو کې چې د روانې اګست میاشتې تر ۲۱ مې نېټې به روانې وي؛ ګډونوال لوبغاړي په ۲۸ بېلابېلو ورزشي رشتو کې ولوبېږي.
د (ریو) په المپیک سیالیو کې د افغانستان بیرغ لېږدولو له پاره که څه هم افغانستان ته له تېرو المپیک سیالیو څخه ۲ ځلې د برونزو مډال ګټوونکی روح الله نېکپا وربلل شوی و؛ خو د افغانستان بیرغ د سیالیو په پرانیستې غونډه کې د جودو لوبغاړي توفیق بخشي ولېږدولو.
د جودو لوبغاړي توفیق بخشي ترڅنګ به دروان کال په سترو المپیک سیالیو کې د افغانستان له پاره کیمیا یوسفي او عبدالوهاب ظاهري په ځغاستې یا (اټلاټیک) کې لوبې وکړي؛ خو تر اوسه پورې یې د سیالیو مهال وېش نه دی اعلان شوی.
.jpg)
دا لومړې ځل دی، چې په افغانستان کې د المپیک ادارې د مشرۍ پر سر د پرتو ستونزو له کبله له افغانستانه په دومره کم شمېر لوبغاړي او هغه هم په افتخاري توګه المپیک سیالیو ته غوره کېږي.
د سږکال المپیک سیالۍ په داسې حال کې په رسمي توګه پرانیستل شوې، چې ۲ ورځې مخکې ترې د ښځینه او په ورپسې ورځ نارینه فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د برازیل په کوربتوب (ریو) المپیک سیالیو د ښه امنیت په موخه د نړۍ د ۵۵ هېوادونو څخه ۸۵ زره امنیتي ځواکونه برازیل ته رسېدلي دي، چې د دې سیالیو ښه امنیت ونیسي.





