د خپلې اوسنۍ روغتیا په اړه مشهوره پرتګالي فوټبال لوبغاړي کریسټیانو رونالډو ټولې ګنګوسې پای ته ورسولې او د ښه والي ډاډ یې ورکړ.
د نوموړي په وینا روغ رمټ دی او د راتلونکې دوشنبې په ورځ دایټالیې په (میلان) ښار کې به د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ په فاینل لوبه کې د خپلې لوبډلې په ګټه ولوبیږي.
ټاکل شوې ده، چې د روانې (می) میاشتې په ۲۹ مه نیټه د ۲۰۱۶ م ز کال اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ سیالیو (فاینل) لوبه کې دوه هسپانوي کلپونه ریال ماډریډ او اټلاټیکو ماډرید د لوبې ډګر ته ووځي.
د یادونې وړ ده، چې د رونالډو د روغتیا او فاینل کې دننه لوبیدو په اړه ګنګوسې وروسته له هغې خپرې شوې، چې دغه لوبغاړی د تمرین پرمهال د یوه لوبغاړي سره وجنګید.
ویل کیږي، چې د کریسټیانو رونالډو روغ رمټ پاتې کیدل نه یواځې د فاینل لوبې له پاره د ریال ماډریډ په ګټه دی ترڅنګ خپل پرتګالۍ فوټبال ملي لوبډله هم د راتلونکې میاشت سترو اروپایي فوټبال سیالیو ته د رونالډو د روغ رمټ پاتې کیدو دعا کوي.
کریسټیانو رونالډو به راتلونکي جون میاشتې په ۱۰ مه نیټه د اروپایي هیوادونو ترمینځ په پیلیدونکو فوټبال جام سیالیو کې مهم لوبغاړی وي.
د یادونې وړ ده، چې د (چمپینزلیګ) په تیرکال سیالیو کې کریسټیانو رونالډو ۱۷ ګولونه ترسره کړي وو، چې اوسمهال په ۱۶ ګولونو څخه د خپل ریکارډ برابرولو څخه ۱ ګول وروسته دی.







