.jpg)
د افغانستان په ګډون ځېنې هېوادونه هڅه کوي، چې د لوبو د بریا پر وخت د خپلو هېوادونو د کرکټ ادارې وستایي، چې تل یې د دوی د لوبغاړو ملاتړ او پرمختګ له پاره هلې څلې کړي، دي خو دا خبره د ویسټ انډير کرکټ ملي لوبډلې بېخي غلطه ثابته کړه.
ویسټ انډيزۍ کرکټ ملي لوبډلې په داسې حال کې د ۲۰۱۶ کال شل اوریز کرکټ نړیوال جام اتلولي وګټله، چې د سیالیو له پیله څو ورځې وړاندې یې د خپل کرکټ بورډ هر اړخیز ملاتړ څه، چې د لوبې له پاره لباس هم نه لرلو.
د ویسټ انډيز لوبډلې لوبډل مشر ډیرن سمي په فاینل لوبه کې انګلستان ته له ماتې ورکولو وروسته رسنیو سره په خبرو کې له خپل کرکټ بورډه په احساساتي بڼه سر وټکولو.
ډیرن سمي وویل، دوی د هرې لوبې له ګټلو وروسته تمه لرله، چې د کرکټ بورډ ادارې له خوا به مبارکي ورکول شي، خو داسې ونه شول او ان د روان نړیوال جام فاینل ته تر رسېدو هم ورته د خپل هېواد کرکټ بورډ مبارکي ونه ویله.
.jpg)
د ده پر وینا: «کرکټ بورډ راته نه عزت راکړ او نه پرې باوري وو او دغه راز مارک نیکولاس ویسټ انډیزۍ لوبډله له عقل خالي یاده کړه، همدې خبرې وهڅولو چې د اتلولۍ ګټلو پسې کوښښ وکړو.»
د ویسټ انډيز کرکټ لوبډل مشر ډیرن سمي چې د یوازیني لوبغاړي په توګه د (سینټ لوشیا) جزیرې څخه په ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله کې لوېیږي؛ وویل، دغه اتلولي به له خپلو اوسنیو هغو ۱۵ لوبغاړو سره ونمانځي، چې له ستونزو سره ـ سره یې ویسټ انډيز د نړیوال جام اتلولۍ ته ورسولو.
ده همداراز زیاته کړه، معلومه نه ده، چې بیا به کله له ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې سره خوشالي ونمانځي، خکه د یو ورځنیو سیالیو لوبډلې څخه ویستل شوی دی او معلومه نه ده، چې نورې شل اوریزې لوبې به کله وکړي.
دغه راز ویسټ انډيزي لوبغاړي ډیرن براوو رسنیو سره په خبرو کی وویل، چې د ویسټ انډيز کرکټ بورډ نه غوښتل، چې دوی نړیوال جام وګټي؛ خو د دوی ۱۵ کسیزې لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې یوازې د خپلو ویسټ انډيزي او په نړیواله کچه خپلو مینه والو لپاره ګډون وکړ.
براوو زیاته کړه، چې له خپل هېواده ورسره د هندوستان کرکټ بورډ ډېره همکاري کوي او له بده مرغه د ویسټ انډيز کرکټ بورډ په سم لاس کې نه دی.
د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې د دویم ځل له پاره د لومړۍ لوبډلې په توګه د ډیرن سمي په لوبډلمشرۍ کې انګلستان ته په ۴ ویکټو ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام وګټلو.
ویسټ انډيز لومړی انګلستانۍ لوبدله د هندوستان په کلکته لوبغالي کې تر ۱۵۵ منډو را ایساره کړه او بیا یې هدف د مارلون سیمویلز د زمه وارې لوبې ۸۵ ناسوځېدلو منډو، خو د کارلوس برات ویت د ۴ سر په سر شپږیزو په واسطه په وروستي اور کې ترلاسه کړ.
ویسټ انډيزۍ لوبډلې ته په وروستي اور کې ۱۹ منډې په کار وې، چې یوازې په ۴ بالونو یې ترلاسه کړې او ریکارډ یې جوړ کړ.
د فاینل لوبې غوره لوبغاړي مارلون سیمویلز او د ټورنمېنټ غوره لوبغاړي بیا هندي ویراټ کوهلي ونومول شو.
د یادونې ده، چې ۲۰۱۶ کال د ویسټ انډيز کرکټ بورډ له پاره طلایي کال و، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې د دې هېواد ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې او دا دی اوس د دوی ښځینه او نارینه کرکټ ملي لوبډلو د ۲۰ اوریزو کرکټ نړیوال جام اتلولۍ وګټلې.





