فیفا یا د فوټبال نړېوالې شورا له خوا د افغانستان فوټبال د پرمختګ لپاره تمویل شوې درې پروژې د ۵۰۰ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د فدراسيون نوې اداري ودانۍ، د فوټسال جمنازيوم او د ساحلي فوټبال لوبغاړلي شامل دي.
د دغو ودانيو د پرانېست غونډې په مراسمو کې د فوټبال نړېوالې شورا له خوا د سويل او مرکزي اسيا فوټبال د پرمختيايي چارو مسول شاه جي وویل، چې دغه پروژې به د افغانستان د فوټبال ښې راتلونکې له پاره ګټور تمام شي.
شاه جي وویل، چې د افغانستان د فوټبال پرمختګ له پاره يې دغه پروژه د (فيفا) ګول په نوم ده او په دې اړه به په راتلونکي کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
همدارنګه د افغانستان د فوټبال فدراسيون مشر کرام الدين کريم وویل، چې دغه پروژې به د افغانستان د ورزشي ستونزو د هواري په موخه مرستې وکړي.
دغه راز په ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود هم وویل، چې په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان ورزش په ځانګړې توګه کرکټ او فوټبال زیاتې لاسته راوړنې لرلي او حکومت به هڅه وکړي، چی لوبغاړو ته د هېواد په هر ګوټ کې د لازمو امکاناتو په برابرولو سره ورزش ته په افغانستان کې کلتوري بڼه ورکړي.





