
د بلخ ولایتي کرکټ لوبډلې د امو زون په چیلینج کپ ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې کندوز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړ.
په دې اتلولۍ سره د ملي کرکټر عبدالله مزاري په کپتانۍ کې بلخ لوبډله د افغانستان د کورني کرکټ په کچه (ګریډ ون) سیالیو ته هم ورسېده.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دواړو بلخ او کندوز لوبډلو د امو زون چیلینج کپ سیالیو څخه په خپلو ګروپونو کې د لومړي مقامونو په خپلولو سره (فاینل) ته لاره پیدا کړې وه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د اتلولۍ ګټلو وروسته د بلخ والي عطا محمد نور خپله ولایتي کرکټ لوبډله خپل مقام ته ور وبلله او ويې وستایله.

افغان کرکټ بورډ وایي، والي له ولایتي لوبډلې سره ژمنه وکړه چې د لا سمبالښت په موخه به ورته د لوبې اړین توکي برابر کړي.
دغه راز عطامحمد نور لوبډلې سره په لیدنه کې د هر ډول مرستې ټټر وواهه ترڅو په دغه ولایت کې کرکټ لاپسې وده وکړي.
د امو زون ۵۰ اوریزه چیلینج کپ سیالۍ د ۸ ولایتي کرکټ لوبډلو ترمینځ تېره اونۍ د بلخ او کندوز ولایتونو په کوربتوب پېل شوې وې.
د ورکړل شوي مهالویش له مخې به د (الف) ګروپ لوبډلې بلخ، بغلان، سمنګان او جوزجان په بلخ کرکټ لوبغالي کې خو د (ب) ګروپ ولایتي لوبډلې کندوز، بدخشان، فاریاب او تخار به په کندوز کرکټ لوبغالي کې فاینل ته د رسېدو په موخه یو له بل سره لوبې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش ددې سیالیو په اړه ویلي: " هڅه مو دا ده ترڅو له بیلابیلو ولایتونو څخه ښه لوبغاړي وروزو او د ملي لوبډلو راتلونکو جوړښتونو ته پیاوړي لوبغاړي پیدا کړو."
دغه راز د کرکټ بورډ خبرپاڼې د خپل اجرایوي مشر شفیق ستانکزي له خولې لیکلي، چي ددې لوبو ترسره کولو سره به په یاد زون کې د کرکټ مینوال نور هم زیات شي او ځوانان به دې ته وهڅول شي، چې د خپلو زدهکړو ترڅنګ کرکټ هم وکړي.





