افغان فوټبال لوبډله په هندوستان کې نیمه پای لوبو ته ورسېده

د هندوستان په کوربتوب په (سوبرتوکپ) فوټبال سیالیو کې د افغانستان تنکیو ځوانانو ۱۴ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په زړه پورې سیالۍ لاهم روانې دي، چې په خپله وروستۍ لوبه کې یې یوې بلې هندۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره (سوبرتوکپ) فوټبال سیالیو نیمه پای لوبو ته لاره پیدا کړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان تنکیو ځوانانو ۱۴ کلنې فوټبال ملي لوبډلې پرون د روانو (سوبرتوکپ) سیالیو په دوام په یو پراتم پړاو (کوارټرفاینل) لوبه کې هندۍ لوبډلې ته د ګولونو څخه په ډکه لوبه کې ۴ د ۲ ګولونو پر وړاندې ماتې ورکړه.

دغه راز د (سوپرتوکپ) په نوم رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، چې افغان لوبډلې د هندوستان (سیانک ښوونځي) فوټبال لوبډلې ته ۴ د ۱ پر وړاندې ماتې ورکړې ده.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان له پاره لومړی ګول د لوبې ۲ ګولونه راشد، خو یو یو ګول بیا فرشاد او شاهیرترسره کړ.

دغه راز دسیانیک ښوونځي فوټبال لوبډلې له پاره یواځینی ګول روهیت ترسره کړ، خو خپله لوبډله یې له ماتې ونه ژغورله او په دې سره سیانیک لوبډله له مخکې تګ بې برخې شوه.

دغه سیالۍ د هندوستان په (امبیدکر) فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه.

د دې پر وړاندې هم کوارټرفاینل پړاو ته درسیدو لپاره افغان فوټبال ملي لوبډلې د هندوستان "الف "او "ب" او دغه راز د بنګله دېش څخه ورغلې لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وې.

ټاکل شوې ده، چې  دروانو سیالیو په دوام به افغانستان د اتلولۍ ترلاسه کولو او فاینل ته د رسیدو په موخه سیمې فاینل لوبه سبا ترسره کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام