.jpg)
د هندوستان په کوربتوب ۶ م پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ نن د اتلې لوبډلې په اعلان سره پاې ته رسیږي.
د اتلولۍ ګټلو په موخه له څوو اونیو په زړه پورو سیالیو وروسته نن (یکشنبه) ۲ د انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د هندوستان په (کلکته) لوبغالي کې لوبه وکړي.
د انګلستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۰ کال په سیالیو او ویسټ انډيز بیا د ورپسې ۲۰۱۲ کال په شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې اتلولي ګتلې وې.
انګلستان تراوسه د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام په تاریخ کې ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ته ماته نه ده ورکړې.
فاینل ته تر رسېدو ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې یوازې له افغان کرکټ ملي لوبډلې څخه په (لومړي) ګروپ وروستۍ لیګ لوبه کې ماته خوړلې ده.
د روان جام په لومړۍ نیمه پاې لوبه کې انګلستان نیوزیلینډ ته او ویسټ انډيز بیا کوربه هندوستان ته ماته ورکړه او پاې لوبې ته ورسېدې.
.jpg)
د روان شل اوریزه کرکټ نړیوال جام (فاینل) ته انګلستان او ویسټ انډیز له (لومړي) ګروپ نه چې افغانستان هم په کې و، ووتل.
ویسټ انډيزي کپتان ډیرن سمي د نننۍ وروستۍ لوبې وړاندې رسنیزې غونډه کې وویل، چې ویسټ انډيز ته یواځې د ویسټ انډیز پرته د کرکټ نړۍ یوه لوبډله هم ماته نشي ورکولی.
ویل کېږي، چی په نننۍ لوبه کې د دواړو لوبډلو له خوا د غټو شپږیزو د باران اټکل کېږي، ځکه که له یوه اړخه کریس ګېل، انډري رسل او جیسن چارلیس د توب وهنې ښې وړتیاوې لري، له بل لوري انګلستان د جیسن روي، جو روټ او جوز بټلر په څېر توپ وهوونکي لري.
که څه هم د دواړو لوبډلو هدف ترلاسه کولو ریکارډ په روان نړیوال جام سیالیو کې ډېر ښه وو؛ ښایي دواړه لوبډلې لومړې بالینګ وغواړي.
.jpg)
د کلکټې لوبغالي ته په کتو د دې چانس هم شته چې د پچې ګټوونکي کپټان لومړې بېټینګ وکړي او سیاله لوبډله له هدف څخه ایساره کړي.
دا پ داسې حال کې ده، چې د ویسټ انډيز د ښځینه کرکټ ملي لوبډله هم د اسټرالیا ښځینه کرکټ ملي لوبډلې خلاف د اتلولۍ ګټلو له پاره فاینل ته وتلې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا د پرېکړې له مخې به د اتلولۍ جام د سړو اتله لوبډله به ۱۶ لکه امریکایي ډالره خو ښځینه اتله لوبډله به ۱ لک امریکایي ډالره جایزه ترلاسه کړي.





