په نړېوال کرکټ کې بیټینګ پاور پلې لغوه شوه

د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د (بیټینګ پاور) پلې نه وي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې به د ۵۰ اوریزه لوبو پرمهال د لوبې له ۱۵ م اور څخه تر ۳۵ م اور پورې په اختیاري او له ۳۶ م اور څخه تر ۴۰ م اوره پورې حتمي د بیټینګ پاور پلې اخیستلو یو ځلي اجازه وه.

په دې کلنۍ غونډه کې، چې مشري یې د ګډون کوونکو غړو هیوادونو د استازو په شتون کې هندوستاني د کرکټ نړیوالې شورا رییس شري نوانس کوله، په کې د افغانستان په استازیتوب د کرکټ بورډ اجرایوي مشرشفیق الله ستانکزي هم د افغانستان د کرکټ د پرمختګ په موخه له مهمو وړاندیزونو سره برخه اخیستې وه، خو تراوسه یې د لاسته راوړنې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې دا پریکړه هم وشوه، چې له دې وروسته به په ۵۰ او ۲۰ اوریزو لوبو کې په هر(نوبال) فري هیټ ورکول کیږي.

مخکې له دې به یواځې له ټاکلې کرښې څخه د بالر د پښې اړولو په صورت کی بیټسمین ته (فري هیټ) ورکول کیده.

د دې شورا بله پریکړه داده، چې له دې وروسته به ۵۰ اوریزه لوبې په وروستیو ۱۰ اورونو کې د ۴ توپ نیوونکې (فیلډرانو) په ځای ۵ توپ نیوونکي (فیلډران) د ۳۰ ګزه دایرې بهر فیلډینګ کولو اجازه ولري.

د یادونې وړ ده، چې دا اعلان د کرکټ نړېوالې شورا اجرایوي مشر سویلي افریقایي ډیف ریچرډسن د ویسټ انډيز په (ټرینیډا او ټوبیګو) جزیرې په کوربتوب د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې وکړ.

د ریچرډسن په وینا، د کرکټ نړیوالې شورا د دې پریکړې موخه داده، ترڅو په نړیوال کرکټ کې د بال او بیټ ترمنځ تعادل وساتل شي او هم مینه وال په لوبه ښه پوه شي.

همدارنګه د ۵۰ اوریزه لوبې پرمهال لومړیو ۱۰ اورونو کې فیلډرنه شي کولای، چې د توپ نيولو له پاره بیټسمین ته ېږدی کمین ونیسي.

دغه راز د کرکټ نړیوالې شورا کلنې غونډه د یوې اوونۍ وروسته په سریلانکا کرکټ بورډ کې د حکومت د لاسوهنې، کرکټ ته په نړیواله کچه پرمختګ ورکولو، د امریکې کرکټ بورډ د ځنډولو او دغه راز د کرکټ نړیوالی شورا په لومړۍ کچه لوبڅارې ډله کې د (ایس روي) او (کریس ګیفني) په شاملولو پاې ته ورسیده.

د (اې سي سي) د پریکړې له مخې به د روان کال جولای میاشتې له ۵ مې نېټې څخه به ټولې شوې پریکړې د عملي کیدو وړ وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام