
د افغانستان سایکلّځغلونې ۱۰ کسیزه لوبډله به د نړېوالو لوبو لهپاره په ننګرهار ولایت کې ۱۶ ورځې تمریناتي لوبه وکړي.
د المپیک ملي کمېټې لهخوا د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې دغه لوبډله نن (جنوري۱۹مه) ننګرهار ولایت ته ولیږل شوه.
د افغانستان سایکل ځغلونې فدراسیون مشر عبدالصادق صادقي وایي، په ننګرهار کې د تمریناتو موخه راتلونکو سیالیو ته چمتووالی دی، چې په پاکستان، بحرین او هندوستان کې ترسره کیږي.
د صادقي پر وینا، په غوره شوې لوبډله کې ۶ تنه نارینه او ۴ ښځینه سایکل ځغلوونکې شامل دي.

د سایکل ځغلونې فدراسیون مشر زیاته کړه، د ننګرهار هوا اوسمهال مناسبه ده، نو ځکه یې دغه ولایت د تمریناتو لهپاره غوره کړی.
د افغانستان المپیک ملي کمیټې ځای ناستي مشرمحمود حنیف هم د ننګرهار روزنیز کمپ ته د لوبډلې د رخصتیدو پرمهال د یادې لوبډلې د ښه تیار یو هیله وکړه.
د افغانستان سایکل ځغلونې فدراسیون چارواکي وایي، د افغانستان سایکل ځغلونې ملي لوبډله به راتلونکې میاشت د یو لړ دوستانه سیالیو لهپاره پاکستان ته سفر وکړي.

په همدی حال کی د ښځینه سایکل ځغلونې ملي لوبډلې یوې لوبغاړې زینب شهامتي د ننګرهار روزنیز کمپ ته د تګ پرمهال وویل، ننګرهار کې تمریناتو کولو ته خوشحاله ده او تمه لري، چې په ښه تمریناتو به راتلونکو سیالیو کې ښې پایلې ولري.
المپیک ملي کمیټه وایي، د افغانستان د سایکل ځغلونې فدراسیون ښه لوبغاړي لري، چې د دې ورزش ۲ ښځینه لوبغاړو تیرکال د فرانسې په کوربتوب سایکل ځغلونې سیالیو کې برخه واخیسته او ښې پایلې یې لرلې.





