د افغانستان لومړۍ درجه (ګریډ ون) کرکټ سیالۍ پیل شوې

دغه سیالۍ نن (چهار شنبه  می۱۸ مه) د افغانستان د کورني کرکټ په چوکاټ کې دالکوزي سید جمال الدین افغان ترنامه لاندې په ننګرهار ولایت کې په ۲ سیالیو  په رسمي توګه پرانیستل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې چې په دې سیالیو کې د هیواد په کچه د ۱۰ مخکښو ولایتونو منتخبې کرکټ لوبډلې برخه لري، چې په کې لومړی خوست له کوربه ننګرهار سره او په دویمه لوبه کې دفاعي اتلې پکتیا له بلخ ولایتي لوبډلې سره لوبه ترسره کړه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې دغه سیالۍ به د ننګرهار په غازي امان الله خان نړیوال او جلال اباد ښار بهسودو کرکټ لوبغالو کې ترسره شي.

د سیالیو له پاره لوبډلې په ۲ ګروپونو ویشل شوي دي چې په کې افغان کرکټ بورډ د ملي، الف او نولس کلنو ملي لوبډلو لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ د تنکیو ځوانانو لوبولو اعلان کړی دی.

د اعلان شوي لوبډلویش له مخې ننګرهار، خوست، کندهار، بلخ او کاپیسا په لومړي خو زابل، کابل، لغمان، پکتیا او کونړ بیا په دویم ګروپ کې لوبیږي.

د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي د ختیځ زون کرکټ مسوول بختیار ساحل سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې، د الکوزي سيد جماالدين افغان يو ورځنۍ سيالۍ؛  چې د ملي ، الف او نولس کلنو ځوانانو لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی ؛هيله يې وښوده  يو وار بیا به غوره استعدادونه رابرسيره کړي .

ښاغلي جار ختيځ زون د افغانستان کرکټ پرمختګ له پاره مهم وباله او ټينګار يې وکړ، چې د دې سيمې ولسونه چې له کرکټ سره څومره مينه او همکاري لري چارواکي، نور مسولين او سوداګر هم بايد د کرکټ ودې په برخه کې همکاري وکړي.

دغه راز د ختيځو ولايتونو د کرکټ بورډ مسول بختیار ساحل بیا ختيځو ولايتونو کې د کرکټ د دومره پراخو سياليو ترسره کيدل اړين وبلل خو ويې ويل، چې د لغمان، کونړ او بهسودو لوبغالو په جوړېدو سره به ختيځ د کرکټ ودې په برخه کې لا زياته همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا ځل به په الکوزي سید جمال الدین افغان (ګریډ ون) پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو کې د پکتیا کرکټ لوبډله له خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي چې دروانې "می" میاشتې په ۳۱ مه نیټه پاې ته رسیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام