د کرکټ لوبې یوې مخکښې ویبپاڼې (کریک انفو) د نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو نوې درجه بندي اعلان کړې، چې په کې افغانستان له خپلو ۲ سرسختو سیالو لوبډلو څخه بېرته شاته شوی دی.
په نړېواله درجه بندۍ کې افغانستان د نړۍ د لسو غوره لوبډلو په کتار کې خپل ځای سکاټلینډ ته بایللې دی.
دا چې افغانستان په دې وروستیو کې هیڅ نړېواله ۲۰ اوریزه لوبه نه ده ترسره کړې، نو له همدې کبله افغان کرکټ ملي لوبډلې نه یواځې خپل لسم مقام بلکې افغانستان په نړیواله درجه بندۍ کې له هالینډۍ لوبډلې څخه هم وروسته شوی دی.
په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزه لوبو په نړېواله درجه بندۍ کې د تیرې میاشتې لسم مقام په ځای اوسمهال دولسم مقام ته ګوزار شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډله تیره میاشت د دوه کلن انتظار وروسته د ۲۰ اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې د نړۍ په لسو غوره لوبډلو کې شامله شوې وه.
د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغان کرکټ ملی لوبډله د ۲۰۱۰ کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام ټاکنیز پړاو په اتلولۍ سره د ۲۰ اوریزو لوبو په نړېواله درجه بندۍ کې دد وه ټیسټ لوبډلو بنګله دیش او زمبابوی هم وړاندې شوې وه او په نړېواله کچه د نړۍ په ۸ غوره لوبډلو کې شامله شوې وه.
پټه دې پاتې نه وي، چې دواړه سکاټلینډ او هالینډۍ کرکټ ملي لوبډلې ځکه له افغانستان په نړیواله درجه بندۍ کې وړاندی شوی دی، چې سکاټلینډ تیره میاشت له ایرلینډ څخه د ۴ شل اوریزه لوبو سیریز وګاټه او هالینډ بیا د همدومره شل اوریزو لوبو په سیریز کې نیپالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې.
د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې چې د جولای میاشتې په ۲ مه نیټه اعلان شو د ۲۰ اوریزه نړیوال جام اتله سریلانکا لومړې، هندوستان دویم، اسټرالیا درېیم، ویسټ انډيزڅلورم، پاکستان پنځم، سویلي افریق شپږم ، نیوزیلینډ اووم، انګلستان اتم، بنګله دیش نهم، سکاټلینډ لسم، هالینډ یوولسم، افغانستان دولسم، ایرلینډ دیارلسم او زمبابوی بیا څلورم مقام له ځان سره لري.
یاده دې وي، چې که څه هم افغان کرکټ بورډ په نیږدی وخت کې خپلې ملي لوبډلې ته په خپلو هڅو دوه اړخیزه شل اوریزه لوبې په پلان کې نه لري، خو د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام ټاکنیز پړاو کې د پرله پسې بریاوو په خپلولوسره کولی شي بېرته خپل لسم مقام ترلاسه کړي.





