د ننګرهار کرېکټ لوبغالي برخلیک

که څه هم په وروستیو ۳ کلونو کې د کرېکټ بورډ لپاره درې رییسان وټاکل شول او په ننګرهار کې هم ۴ والیانو دندې وکړې، خو د دغه ولایت کرېکټ لوبغالی لا هم پر خپل حال دی.

سره له دې چې د کرېکټ بورډ پخوانیو رییسانو نسیم‌الله دانش په ۲۰۱۶ او عاطف مشعل په ۲۰۱۷ کال کې د دغه کرېکټ لوبغالي د جوړولو لپاره ننګرهار ته د سفرونو پر مهال ژمنې وکړې، خو د کرېکټ بورد اوسني رییس یې ایله د چارو د ځنډ اصلي لامل رابرسېره کړ.

د کرېکټ بورډ اوسني رییس عزیزالله فضلي د ۱۰ کسیزی ډلې سره د ختیځو ولایتونو په سفر کې له لغمان او کونړه له راستنېدو وروسته د ننګرهار کرېکټ لوبغالي ته هم ورغلی او موندلې یې ده چې د چارو د ځنډ یوازینی لامل یې د ځمکې کموالی دی.

دا په داسی حال کې ده چې د بهسودو کرېکټ لوبغالي قراراد او د چارو پیل د همدغو اوسنیو لوړو پوړیو چارواکیو او کارکوونکيو د دندې پرمهال او مشورو پېل شوی و چې د کرېکټ بورډ په وینا له ۲۵ جریبه نه په زیاته ځمکه کې به جوړېږي، خو اوسنۍ اداره وایي، د دی پروژې د بشپړېدو لپاره ۳۰ جریبه ځمکې ته اړتیا ده او همدا لامل دی چې چارې یې ځنډېدلې دي.

د کرېکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي د ننګرهار له والي حیات‌الله حیات سره په لیدنه کې ویلي چې د بهسودو کرېکټ لوبغالی به په نړیوالو معیارونو برابر د څو میلیونه ډالرو په لګښت جوړ کړي.

د فضلي په وینا، د بهسودو کرېکټ لوبغالي پروژه کې به د لوبغالي ترڅنګ، سرپټې او خلاصې کرېکټ اکاډمي، د غړیو ښکلا جېم، دفترونه او مېلمستون ولري چې په مټ به یې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د تمریناتو اوسنۍ ستونزه هم په خپل هېواد کې حل شي.

دغه راز د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق‌الله ستانکزي له سیمه‌ییزې ادارې وغوښتل چې په ګډه ورسره کار وکړي، څو سږ کال د بهسودو کرېکټ لوبغالي د هوارولو، کانالېزاسیون، اوبو او چمن کرلو چاری بشپړې کړي. نوموړي تمه وښوده چې په ننګرهار کې د بهسودو کرېکټ لوبغالي دغه پروژه به په ۳ پړاوونو کې پای ته ورسېږي.

د کرېکټ بورډ له پلاوي سره په لیدنه کې د ننګرهار والي حیات‌الله حیات هم ژمنه وکړه چې د لوبغالي ټول قانوني اسناد به کرېکټ بورډ ته وسپاري، د لوبغالي د لومړي پړاو چارې به له کرېکټ بورډ سره په ګډه پیلوي او هېچا ته به اجازه ور نه‌کړي چې د دې ملي پروژې د پرمختګ مخه ډب کړي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام