ټاکل شوې ده، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د اسیا په ټاکنیز پړاو فوټبال جام سیالیو کې خپله شپږمه لوبه له کمبودیا فوټبال ملي لوبډلې خلاف ترسره کړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې چې سیالۍ په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له کبله دافغانستان په کوربتوب په ایران کې ترسره کیږي.
ټاکل شوې ده د سبا ورځې سیالۍ به د افغانستان په وخت مازدیګر ۴ بجې د ایران په تختي فوټبال نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د فوټبال فدراسیون دپریکړې له مخې به لدې وروسته د جلال الدین شریعتیار په ځای په فیصل شایسته دافغانستان فوټبال ملي لوبډلې کپتانۍ دنده په غاړه ولري.
د روسیي په کوربتوب ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام او د اسیا ۲۰۱۹ کال فوټبال جام سیالیو ته په روانو ټاکنیزپړاو سیالیو کې افغانستان اوسمهال څلورم مقام لري.
د دواړو افغانستان او کمبودیا فوټبال ملي لوبډلو ترمینځ در وان ټاکنیزپړاو لومړۍ د (تګ) پړاو لوبه د کمبودیا په کوربتوب ۱ د ۰ په وړاندې افغانستان ګټلې ده.
افغان فوټبال فدارسیون وایي، چې افغان فوټبال لوبډله له هیواده او له بیلا بیلو بهرنیو هیوادونو څخه د نوي روزونکي ډلې په مشرۍ ایران ته رسیدلې ده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې افغان فوټبال ملي لوبډلې د سبا ورځې سیالۍ لپاره ۳ ورځې تمرینات ترسره کړل او د کمبودیا خلاف دویمې بریا ته پوره چمتووالی لري.
د افغانستان فوټبال فدراسیون زیاتوي، د سیالۍ نندارچیان کولای شي چې د ۱۰ زرو ایراني تومن په قیمت د سیالۍ لیدلو ټکټونه واخلي.
د کمبودیا خلاف د نوي روزونکي پیټرسرګیټ تر روزنې لاندې حمید الله وکیلي، عزیزي، فردین کوهستاني، جلال الدین شریعتیار، کنشکا طاهر، حسن امین، روح الله اقبالزاده، سید محمد هاشمي، انوش دستګیر، مسیح سیغاني، فیصل شایسته، امید پوپلزی، ارزش هاتفي، مصطفی زازی، زبیرامیري، مصطفی حدید، اباسین علي خیل، وحید ندیم، شبیریوسفي، نورالله امیري محمد انوراکبري او خیبراماني غوره شوي دي.
افغانستان فوټبال لوبډله په روانو ټاکنیزپړاو پنځم (اي) ګروپ سیالیو کې ۵ لوبې ترسره کړې دي، چې په کې یواځې کمبودیا ته په ماتې ورکولو بریالۍ شوې ده او د ۵ لوبډلو په کتار کې څلورم مقام لري.





