د تکواندو نړیوالې سیالۍ نن د افغانستان په ګډون پیلیږي

د تکواندو نړیوالې سیالۍ نن د سویلي کوریا په موجو ښار کې پیل شوې، چې د دې لوبې سلګونه تکړه لوبغاړي په کې  برخه لري.

د افغانستان تکواندو فدراسیون وایي، دا سیالۍ د جون تر ۳۰مې نېټې دوام کوي، چې د افغانستان په شمول د ۱۸۳ غړو هېوادونو ۹۷۳ لوبغاړي په بېلابېلو ۸ وزنونو کې سیالۍ کوي.

د افغانستان له‌‌خوا دې سیالیو کې د یوې ښځینه لوبغاړي سمیه غلامي په شمول ۵ افغان تکړه د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي برخه لري.

دغه راز د تکواندو ملي لوبډلې مشري افغانستان ته له المپیک نړیوالو سیالیو څخه د دوو بزونزو مډال ګټوونکی روح الله نیکپا کوي.

سیالیو کې به د افغانستان د تکواندو لوبې د لوبڅارۍ نړیوال سند لرونکی عبدالصبور عمري هم د لوبڅارۍ دنده ترسره کړي.

نوموړی د تکواندو نړیوال فدراسیون په رسمي بلنه دغو سترو نړیوالو سیالیو کې د لوبڅارۍ له‌پاره کوریا ته  ورغلی دی.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون وایي، هر لوبغاړی باید د مډال ګټلو له‌پاره د ورځې ۷ سیالۍ وګټي.

دغه راز د سیالیو له پیل مخکې د تکواندو نړیوال فدراسیون مشرۍ له‌پاره ټاکنې هم وشوې، چې ډاکتر چوی چنګ وون د کومې سیالۍ پرته د څلورم ځل له‌پاره د تکواندو نړیوال فدراسیون مشر وټاکل شو.

د سویلي کوریا په نړیوالو تکواندو سیالیو کې به د ۲۰۱۶ کال برازیل المپیک سیالیو ۸ هغه لوبغاړي هغه ولوبیږي، چې د سرو زرو مډالونه یې ګټلي وو.

دا ټولټال ۷ ځل او له ۲۰۱۱ کال وروسته لومړې ځل دی، چې سویلي کوریا د دې سترو نړیوالو تکواندو سیالیو کوربتوب په غاړه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام