د افغانستان په ګډون د ۱۹ کلنو «اسیایي جام» ۴ لوبډلې په ډاګه شوې

د بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډله د سریلانکا لوبډلې له لوري د پاکستان لوبډلې ته د ماتې ورکولو له کبله څلورمه لوبډله شوه چې د روان جام سیمې ‌فاینل ته ورسېده.

ټاکل شوې د افغانستان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډله د روانې اکټوبر میاشتې په ۴مه، د جمعې په ورځ له سریلانکا او هندوستان د بنګله‌دېش د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې سره فاینل ته د رسېدو له‌پاره لوبه وکړي.

د هند ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په نننۍ سیالۍ کې افغان ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۵۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د لومړۍ لوبډلې په توګه سیمې فاینل ته ووتله.

د یادونې ده چې افغان لوبغاړي عظمت‌الله عمرزي او قیس‌‌احمد د افغانستان له‌پاره ښه توپ‌اچونه وکړه چې هر یوه یې ۳، ۳ ویکټې واخیستې، خو عابد محمدي بیا ۲ لوبغاړي وسوځول.

افغان ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د عربي اماراتو او نیپال په وړاندې تر لومړیو دوو بریاوو وروسته، د هند په وړاندې هم ښه ځوابیه لوبه پیل کړه، خو وروسته ټوله لوبډله ۴۶م اور کې په ۱۷۰ منډو وسوځېدله.

په نننیونورو لیګ‌سیالیو کې سریلانکا په ۲۳ منډو پاکستان ته، بنګله‌دیش په ۵ ویکټو هانګ کانګ ته او نیپال هم په ۳ ویکټو د عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره د هند ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله د لومړۍ او افغانستان د دویمې لوبډلې په توګه له «الف» ډلې، خو سریلانکا د لومړۍ او بنګله‌دېش د دویمې لوبډلې په توګه له «ب» ډلې څخه سیمې فاینل ته ووتل او له «الف» ډلې نه د نیپال او عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې او له «ب» ډلې نه د پاکستان او هانګ‌کانګ لوبډلې تر ګروپي سیالیو وروسته کورونو ته ستنې شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام