
ټاکل شوېده، د هندوستان په کوربتوب د سږ کال ۱۱م پړاو سوداګریزو «آی. پي. ایل» شل اوریزو کرکټ سیالیو لهپاره د لوبغاړیو اخیستلو مراسم د روانې جنورۍ په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه د هندوستان په بنګلور کې وشي.
د هندوستان ترڅنګ افغانستان اووم هېواد دی په سږنۍ بولۍ کې به یې له نورو هېوادونو نه زیات لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شي چې د انګلستان ټېسټ لوبډلمشر جو روټ پهکې هم د لومړي ځل لهپاره نوملیکنه کړېده.
د ترلاسه شویو معلوماتو لهمخې، د افغانستان لهخوا په ۱۳ غورو شویو لوبغاړیو کې راشدخان، محمد نبي عیسیخېل، نجیبالله ځدران، محمدشهزاد محمدي، شفیقالله شفق، ګلبدین نایب، مجیب ځدران، دولت ځدران، ظاهرخان پکتین، شاپورځدران، سمیعالله شینواری، حمیدحسن او لوبډلمشر اصغرستانکزی شامل دي.
په افغان لوبغاړیو کې تر ټولو لوړ قیمت د راشدخان ارمان دی چې د ۲ کروړو هندۍ کلدارو په لېست کې به د برینډن مکولم، کرېس ګیل، کیرون پولارډ، کرېس لین، مېچل سټارک او بین سټوک په څېر مشهورو لوبغاړیو په کتار کې بولۍ ته وړاندی شي او ښایي د تېر کال ۴ کروړه هندۍ کلدارو څخه په زیاتو پیسو یې د ۸ ګډونالو لوبډله له ډلې یوه لوبډله واخلي.
دغه راز د نورو افغان لوبغاړیو د قیمت په اړه څه نهدي ویل شوي.
تراوسه معلومه نهده؛ خو ښایي د نړۍ په زیاترو لیګونو کې د لوبېدونکیو افغان لوبغاړیو راشدخان او محمد نبي عیسیخېل ترڅنګ د لومړي ځل لهپاره چپ لاسی توپوهونکی نجیبالله ځدران، محمد شهزاد محمدي ، اف سپنر مجیب ځدران او تېز توپاچوونکی دولت ځدران هم د لوبډلو د پام وړ لوبغاړي شامل وي.

سږني «آی. پي. ایل» لهپاره به له هندوستان وروسته تر ټولو زیات ۵۸ لوبغاړي د اسټرالیا، ۵۷ د سویلي افریقا، ۳۹ د سریلانکا، ۳۹ د وېسټانډيز، ۳۹ د نیوزیلینډ، ۲۶ د انګلستان، ۱۳ د افغانستان، ۸ د بنګلهدېش، ۷ د زمبابوی، دوه ـ دوه د ایرلینډ او امریکا او یو لوبغاړی به له سکاټلینډه بولۍ ته وړاندې شي.
د سږ کال ۱۱م پړاو هندوستان کرکټ پریمیر لیګ سیالیو بولۍ لهپاره ۱۱۲۲ لوبغاړي وړاندې کېږي چې ۲۸۲ پهکې بهرني لوبغاړي دي.
د سلګونو ثبت شویو لوبغاړیو لېست اتو واړو لوبډلو ته سپارل شوی او ښایي د روانې اوونۍ تر پایه ترې ګډونوال لوبډلي د خپلو خوښو لوبغاړیو یو لېست هندي کرکټبورډ ته وسپاري چې بولۍ ته به وړاندې شي.
د یادونې وړ ده چې د لسو پړاوونو هندي پریمیرلیګ سوداګریزو شل اوریزو کرکټ سیالیو په اړه نږدې وختونو کط پرېکړه وشوه چې هره لوبډله به له پخوانیو لوبغاړیو نه ځان سره تر درېيوو پورې لوبغاړي ساتي او ۲ نور لوبغاړي هم که کومه بله لوبډله واخلي؛ بېرته په همغه پیسو خپلې لوبډلې ته جذبولی شي.
دغه راز به «آی. پي. ایل» سیالۍ به تر راتلونکیو ۵ پړاونو لهپاره د «سوني» ټلوېزيوني شرکت پرځای د هندوستان «سټار سپورټس« ټلوېزیوني شرکت لهخوا کرکټ وښودل شي.





