اصغرستانکزی : دلویو وچو(انټرکانټینینټل) جام سیالیو په اهمیت پوهیږو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغرستانکزي د سکاټلینډ خلاف کیدونکې څلور ورځنۍ سیالۍ وړاندې رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې د کوربه لوبډلې خلاف سیالۍ ته پوره چمتو دي.

د ستانکزي په وینا، چې د انټرکانټینینټل جام سیالیو په اهمیت ښه پوهیږي چې دافغانستان په ګډون نورو ګډون کوونکو لوبډلو ته د ټیسټ لوبې لوبولو خوب ریښتیا کولو لپاره یو ښه چانس دې.

د نوموړي په وینا څو ځلې یې له سکاټلینډۍ لوبډلې سره په عربي اماراتو کې لوبی ترسره کړي، خو په خپل کوربتوب به نوره هم پیاوړې وي.

د ملي لوبډلې کپتان زیاته کړیده چې د ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د لوبی په هره برخه کې ډيرې تجربې ترلاسه کړي او باید چی په راتلونکې کې له ټیسټ لوبډلو سره زیاتې لوبې ولري.

په همدې حال کې د سکاټلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې کپتان پریسټن مومسین ویلي دي چې دوی دافغانستان کرکټ ملې ډیر احترام کوي.

د نوموړي په وینا چې افغانستان ویاړلې کرکټ لوبډله لري او باید دوې ته د ماتې ورکولو لپاره سکاټلینډۍ لوبډله ډیرمحنت وکړي.

ټاکل شویده د کرکټ نړیوالې شورا (اي سي سي) لخوا د ټیسټ غړیتوب ترلاسه کولو په موخه برابرې شوې د (انټرکانټینینټل) جام څلور ورځنۍ سیالۍ سبا د مخکښو څلور دوهمه درجه لوبډلو افغانستان او سکاټلینډ او ایرلینډ او عربي اماراتو لوبډلو ترمینځ په سکاټلینډ او ایرلینډ کې پیل شي.

سکاټلینډ ته دروانیدو وړاندی افغان کرکټ ملي لوبډلې له اکسفورډ پوهنتون څخه لوبه وګټله خو له لیسټرشایر او میډل سیکس دوهمې درجې لوبډلې سره یی دوه تمریني سیالۍ په برابره توګه پاې ته ورسولی.

ټاکل شوي ده دافغانستان او سکاټلینډ ترمینځ سیالۍ به د افغانستان په وخت ماسپښین ۲ نیمې بجې په سټرلینګ لوبغالي کې پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام