په ۴م پړاو شپږیزه لیګ کې د دویم پړاو لوبډلې په ډاګه شوې

په نننۍ پرېکړه کوونکې سیالۍ کې مس عینک لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د فاعي اتلې سپین غر پړانګان لوبډلې ته ماته ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، مس عینک وروستی لوبډله شوه، چې په نننۍ بریا یې د روانو سیالیو دویم پړاو کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړ.

په دې سره کابل بازان، امو نهنګان، بند امیر او مس عینک لوبډلو دویم پړاو ته لار پیدا کړه، خو بوست او سپین غر له مخکې تګ پاتې شوی.

له نننۍ پایله ورکوونکې لوبې وروسته د راتلونکې چهار شنبې په ورځ به په لومړۍ لوبه کې کابل بازان او امونهنګان لوبډلې لومړی فاینل ته د رسېدو له پاره ولوبیږي او ورپسې به بند امیر او مس عینک په حذفي لوبه کې د لوبې ډګر ته ووځي.

د لومړۍ لوبې ګټونکې لوبډله به فاینل ته لاره پیدا کړي خو بایلونکي لوبډله به د بند امیر او مس عینک ترمنځ د سبا ورځې د کیدونکې دویمې لوبې وروسته د ګټوونکي لوبډلې سره فاینل ته د رسېدو له پاره د پنجشنبې په ورځ د لوبېدو دویم چانس ولري.

په نننۍ لومړۍ لوبه کې مس عینک اتلان لوبډلې سپین غر پړانګان لوبډلې ته چې د لومړي ځل له پاره یې کپټاني د حمید حسن په ځای شبیرنوري ته ورکړل شوی وه، په ۶ ویکټو ماته ورکړه.

په سیالۍ کې د سمیع الله شینواري د ۸۲ منډو په مټ برابر شوې د ۱۶۵ منډو هدف مس عینک اتلانو لوبډلې د لوبې په وروستي اور لومړي بال د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ، چې احسان الله جنت په ۴۱ منډو غوره لوبغاړې وو.

د سپین غر پړانګان لوبډلې د ۳ ماتو او ۱ بریا سره سره نن هم د بریا په خپلولو سره دویم پړاو ته د رسېدو چانس درلود خو باید مس عینک لوبډله یې تر ۱۵۲ منډو ایساره کړی وای چی داسی ونه شول.

په ورپسې لوبه کې د نبي عیسی خېل په کپټانۍ لومړۍ لوبه کوونکي ځوان اوپنر نوید عبید د (شپږیزې) ټورنامنټ یو بهترینه او تیزترینه لوبه ننداری ته وړاندی کړه.

په سیالۍ کې کابل بازان لوبډلې د اوپنرانو نجیب ترکي او شهزاد محمدي د نیمه سلیزو په مټ ۱۷۴ منډې جوړې کړې، چی په ځوابي لوبه کې نوید عبید یواځی په ۲۲ بالونو نیمه سلیزه او بیا په ۳۶ بالونو ۷۰ منډې جوړې کړې، چی ورپسې عمران جنت هم نیمه سلیزه جوړه کړه او بند امیر لومړۍ لوبډله شوه، د لومړي ځل له پاره یې په روان ټورنامنټ کې کابل بازان لوبډلې ته د ماتې خوند ورپه خوله کړ.

بند امیر یواځې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۷ م اور کې هدف ترلاسه کړ، په ۸ ویکټو یې بریا ترلاسه کړه، چې د عمران جنت د ۷۶ منډو سره سره ځوان نوید عبید په زړوره لوبه د لوبې غوره لوبغاړې اعلان شو.

د روانو سیالیو په دوام به وروستۍ لیګ لوبه کې سپا بوست ساتونکي لوبډله، له امو نهنګان لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام