افغانستان په ټېسټ کرېکټ کې ۶۷ کلن ریکارډ را ژوندی کړ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ په تاریخ کې درېیمه لوبډله شوه چې له انګلستان او پاکستان وروسته په خپله دویمه ټېسټ لوبه کې لومړۍ ټېسټ بریا خپلوي.

پاکستانۍ کرېکټ ملي لوبډلې په ۱۹۵۲ او انګلستان په ۱۸۷۷م کال کې په خپلو دویمو ټېسټ لوبو کې د ټېسټ کرېکټ تاریخ لومړۍ بریاوې ترلاسه کړې وې چې افغانستان هم د هندوستان خلاف د لومړۍ ټېسټ سیالۍ له بایللو وروسته ایرلنډ ته په ۷ ویکټو ماتې ورکولو سره له دواړو لوبډلو سره په دغه کتار کې شامل شو.

افغانستان چې په لومړي ځل یې د ایرلنډ د ۱۷۲ منډو په ځواب کې د ۳۱۴ منډو په کولو د ۱۴۲ منډو مخکې‌والی ترلاسه کړی و په دویم وار د بریا لپاره له ایرلنډ نه د ۱۴۷ منډو هدف ترلاسه کړ چې د ۳ لوبغاړیو په سوځېدو یې پوره کړ.

د افغانستان لپاره رحمت‌شاه زرمتي ۲، خو احسان‌الله جنت، حشمت‌الله شهیدي او لوبډلمشر اصغر افغان یوه یوه نیمه سلیزه جوړه کړه چې په بالېنګ کې راشدخان ۷ او یمین احمدزي ۶ ویکټې ترلاسه کړې او د نورو په پرتله ښه وځلېدل.

اوپنر بېټسمین احسان‌الله جنت د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې لومړی بېټسمین شو چې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې نیمه سلیزه جوړوي، خو رحمت‌شاه زرمتی چې په لومړي ځل یې ۹۸ او په دویم ځل یې هم ۷۶ منډې جوړې کړې وې، د تاریخي ټېسټ بریا د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.

وقار سلام‌خېل او اکرام ‌علي‌خېل ټېسټ لوبډله کې شامل شول

افغانستان او هند د کرکټ ټېسټ سیالۍ کوي

د اسټرالیا لوبډله یوازينۍ او لومړنۍ لوبډله ده چې په ۱۸۷۷ کال کې یې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې انګلستان ته په ماتې ورکولو سره د ټېسټ کرېکټ لومړۍ بریا خپله کړې وه.

دغه راز افغانستان د کرېکټ نړېوالې شورا په چوکاټ کې یوولسمه لوبډله شوه چې د ټېسټ کرېکټ سیالیو لومړۍ بریا خپلوي.

د ټېسټ کرېکټ لومړۍ بریا لپاره تر ټولو ډېر انتظار نیوزیلنډۍ کرېکټ ملي لوبډلې کړی و چې په خپله ۴۵مه ټېسټ لوبه کې یې لومړۍ بریا ترلاسه کړې وه.

دغه راز بنګله‌دېش لومړۍ ټېسټ بریا په ۳۵مه، هندوستان په خپله ۲۵مه، سریلانکا په ۱۴مه، سویلي افریقا په ۱۲مه، زمبابوې په ۱۱مه او وېسټ انډيز بیا په خپله ۶مه ټېسټ لوبه کې لومړۍ ټېسټ بریا ترلاسه کړې وه.

افغانستان خپله لومړۍ د ۵۰ اوریزه لوبې بریا په لومړۍ سیالۍ کې په ۲۰۰۹ کال کې د سکاټلنډ خلاف او د لومړۍ شل اوریزه لوبې بریا په ۲۰۱۰ کال کې په خپله درېیمه شل اوریزه لوبه کې کاناډا ته په ماتې ورکولو ترلاسه کړې وه.

دغه راز افغان ال‌رونډر محمدنبي عیسی‌خېل د لومړي او یوازیني افغان لوبغاړي په توګه دا امتیاز هم ترلاسه کړ چې د افغانستان په درې واړو لومړیو شل اوریزه، پنځوس اوریزه او ټېسټ بریاوو کې د لوبډلې غړی و.

د یادونې وړ ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډله روان کال ۴ ټېسټ لوبې کوي چې پاتې ۳ نورې به له زمبابوې، بنګله‌دېش او وېسټ انډیز سره وکړي، خو ایرلنډ ۲ ټېسټ سیالۍ لري چې دویمه به له نړیوال جام وروسته له کوربه انګلستانۍ کرېکټ ملي لوبډلې سره په (لارډز) میدان کې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام