جونا کونټا د ټینس لومړۍ اتلولي وګټله

د انګلستان لومړۍ مقام لرونکې ښځینه ټینس لوبغاړې جونا کونټا د لومړي ځل له پاره د ښځینه ټینس نړیوالو سیالیو پاې لوبه کې اتله شوه.

نوموړې په دې لوبه کې خپل امریکايۍ سیالې ته ماته ورکړه.

د ښځینه ټینس "ډبلیو، ټي، ای" جام فاینل لوبه د امریکې په سنفورډ-کلیفورنیا ایالت کې ترسره شوې.

انګلستانۍ کونټا د لومړۍ اتلولۍ له پاره وینس ویلیمز ۶ د ۲ امتیازونو په وړاندې له ماتې سره مخ کړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړ.

جونا کونټا یو کال وړاندې د ښځینه ټینس په نړیواله درجه بندۍ کې په ۱۴۷ م مقام کې وه، خو په وروستۍ اتلولۍ سره نن د ټینس نړیوالې شورا لخوا اعلان شوه، دغه لوبغاړې له ۱۸ م مقام څخه ۱۴ م مقام ته ورسېده.

کونټا رسنیو سره په خبرو کی وویل، د وینس ویلیمزخلاف یې هر شارټ له چیلینج څخه ډک و او هڅه یې وکړه، چې هره هڅه کې بریالۍ شي.

دغه راز نوې انګلستانۍ لوبغاړې کونټا خلاف د ماتې وروسته وینس ویلیمزرسنیو ته وویل، کونټا زما خلاف بهترینه لوبه وکړه.

په دې سیالیو کې لسګونه لوبغاړو په انفرادي او ټیمي توګه برخه اخیستې وه، چې په ګټوونکو لوبغاړو د سیالیو په پاې کې ټولټال ۷ لکه او ۳۱ زره امریکایي ډالره ووېشل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام