د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو کې افغانستان نن له عمان سره لوبه وکړه چې د ۴۴ منډو په توپیر یې ستره ماتې وخوړه.
په سیالۍ کې اصغرستانکزي د پچې ګټلو وروسته پریکړه وکړه،ه چې د عمان لوبډلې لخوا به هدف ترلاسه کړي، خو دغه پریکړه یې بیټسمینانو ناکامه ثابته کړه.
د افغان لوبډلې له پاره په سیالۍ کی ۴ نوو لوبغاړو جاوید احمدي، افتاب عالم، ګلبدین نایب او شاپورځدران د نوروزمنګل، شرف الدین اشرف، دولت ځدران او حمید حسن په ځای ولوبول شول.
افغان لوبډلې په ښکلي بالینګ سره د عمان لوبډله تر ۱۴۴ منډو را ایساره کړه، خو په بیټینګ کې افغان لوبډلې د پخوا عادت یو ځل بیا تکرار کړ او ددی وړوکي هدف په ځواب کی په ۱۸ م اور کې په ۱۰۴ منډو وسوځیده او په ۴۰ منډو یې ستره ماتې ومنله.
افغان کرکټ ملي لوبډلې ته دهندوستان په کوربتوب د راتلونکې ۲۰۱۶ کال شل اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته دلارې موندنې په موخه ننۍ سیالۍ ګټل ډیر ارزښت درلوده خو ماتې دافغانستان انتظار وغځاوه.
افغانستان اوس باید خپله راتلونکې وروستۍ لیګ لوبه کې کاناډا کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي ترڅو نیغ په نیغه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.
د عمان لپاره افغانستان ته ماتې ورکول دحیرانتیا خبره نه ځکه یادې لوبډلې د افغان کرکټ ملي لوبډلې ماتولو وړاندې هالینډ او کاناډا ته هم ماتې ورکړې دي.
افغانستان لاهم په روانو سیالیو کې په خپل (بی) ګروپ کې په ۷ امتیازونو سره لومړې مقام لري خو عمان په ۶ امتیازونو سره له کینیا څخه دوهمه لیکه ونیوه.
ټاکل شو ې ده، چې افغانستان به دروانو سیالیو په دوام خپله وروستۍ لیګ لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ ماسپښین ۱ نیمه بجه د سکاټلینډ په (سټرلینګ) لوبغالي کی ترسره شي.





