د پاکستان په پنجاب ایالات کې په پنځم پړاو (ټور دی پنجاب) سیالیو کې افغان لوبغاړي بیا هم بریالي شول او د دوهم پړاو سیالۍ یې وګټلې.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې چې د دې سیالیو په دوهم پړاو کې د افغانستان سایکل ځغلونې ملي لوبډلې لوبغاړی رامین روفي له ټولو افغان او پاکستاني لوبغاړو وړاندې شو.
لوبغاړي رووفي د لومړي مقام د ګټلو لپاره، له بهاولپور نه تر ملتان پورې ۱۱۵ کیلو متره واټن په ۲ ساعتونو، ۳۵ دقیقو او ۳ ثانیو کې وواهه.
د یادونې وړ ده، چې رامین رووفي په لومړي پړاو سیالیو کې، د رحیم یار خان څخه تر بهاولپور پوری د ۱۱۰ کیلو مترو واټن کې شپږم مقام ترلاسه کړی و.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې د دویم پړاو په دویمه او درېیمه لیکه کې هم افغان لوبغاړو محمد او ذبیح، رامین رووفي پسی روان وو.
دغه سیالۍ د پاکستان په کوربتوب پرون له لاهور ښار څخه پیل شوې.
پرون د دغو سیالیو لومړی مقام هم افغان لوبغاړي زیب الله ګټلي و، چې د رحیم یار خان نه تر بهاولپور پورې یې د ۱۱۰ کیلو مترو واټن په ۵ ساعتونو، ۳۴ دقیقو او ۸ ثانیو کی وهلی و، چې دویم مقام افغان اشرف غني او حشمت الله ترلاسه کړی و.
د بایسکل ځغلونې په دې سیالیو کې د پاکستان او افغانستان ۷۲ سایکل ځغلوونکیو برخه اخیستې وه.
ټاکل شوې ده د دې سیالیو په دوام ګډون کوونکي سایکل ځغلوونکي په درېیم پړاو کې د پنجاب ایالت د ملتان ښار نه تر ساهیوال پورې ۱۶۵ کیلومتره واټن ځغاسته ولري.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې په دې سیالۍ کې به ګډونوال لوبغاړي شپږ پړاوونه ځغاسته وکړي، چې په څلورم پړاو کې به له ساهیوال نه لاهور ته، په پنځم پړاو کې له لاهور نه ګجرات ته او په شپږم پړاو کې به لا ګجرات نه راولپنډۍ پورې ټولټال ۹۰۲ کیلو متره بایسکل ځغلونه وکړي.





