ایا لیونیل میسي او کریسټیانو رونالډو وروستی چانس هم له لاسه ورکړ؟

کریسټیانو رونالډو او ارجنټایني لیونیل میسي د خپلو هېوادونو له‌پاره د روسیې په کوربتوب د فوټبال سږني نړۍوال جام ګټلو چانس له لاسه ورکړ او په یوه شپه حذف شول.

دواړه اوسمهال له ۳۰ پورته عمرونه لري او داسې ښکاري چی دوی د روسیې په کوربتوب ۲۱م پړاو فوټبال نړیۍوال جام سیالیو کې د اتلولۍ ګټلو وروستی چانس ازمایلو چې له لاسه یې ورکړ. دوی به اوس د وروستۍ یوې لسیزې دغه بهترینه لوبغاړي روان نړۍوال جام سیالۍ په‌خپلو کورونو کې د تلوېزیون له لارې ویني.

که څه هم له ۲۰۱۶ کال وروسته د دویم ځل له‌پاره لیونیل میسي د نړۍوال فوټبال پرېښودلو ته اشاره کړې؛ خو کریسټیانو رونالډو بیا د پرتګال له‌پاره لوبېدو ته دوام ورکوي؛ خو دا چې د قطر په کوربتوب ۲۰۲۲ کال فوټبال نړۍوال جام کې به ولوبېږي؛ معلومه نه‌ده.

رونالډو د خپل هېواد پرتګال له‌پاره د اروپا فوټبال له قهرمانۍ سره او لیونیل میسي د بارسلونا له‌پاره د لالیګا اتلولۍ سره له ښه تیاریو او ډېرو توقعاتو سره روسیې ته رسېدلي وو؛ خو سفر یې د ۱۶غورو لوبډلو په پړاو کې پای ته ورسېد.

په ۲۰۱۴ کال فوټبال نړۍوال جام کې د ارجنټاین له‌پاره دویم مقام او په ۲۰۰۶ کال فوټبال نړۍوال جام کې د پرتګال له‌پاره څلورم مقام ګټل د لیونیل میسي او کریسټیانو رونالډو تر ټولو سترې کارنامې شمېرل کېږي.

له سږ کال فوټبال نړۍوال جام سیالیو څخه د پرتګال او ارجنټاین له‌پاره د لیونیل میسي او کریسټیانو رونالډو حذفېدلو د یوراګوای او فرانسې خلاف بېګا شپه یوازې ۴ ساعتونه ونیول چې ارجنټاین په‌کې ۴ د ۳ ګولونو پر وړاندې او پرتګال ۲ د ۱ ګول پر وړاندې ماتې وخوړې چې د دواړو لوبډلو او لوبغاړیو په تګ د ډېرو له‌پاره روان نړۍوال جام نور هم پیکه شو.

اوس به د سږني فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د دفاعي اتلې المان، د تېرځل نایب قهرمان ارجنټاین، د اروپا فوټبال دفاعي اتلې پرتګال او د فوټبال نړۍ د دوو تر ټولو مشهورو لوبغاړیو میسي او رونالډو پرته دوام پیدا کړي.

په نړۍواله کچه د میلیونونو فوټبال مینه‌وال لرونکیو لوبغاړيو میسي او رونالډو په حذفېدو سره د افغان فوټبال مینه‌والو په شمول د ډېرو مینه‌والو له‌پاره د سږکال فوټبال نړۍوال جام سیالۍ هم پای ته ورسېدې چې د همدې دوو لوبغاړو په مینه یې ننداره کولې.

د لیونیل میسي په موجودیت کې ارجنټاین د فوټبال په سږني نړۍوال جام سیالیو کې ۴ لوبې وکړې چې لومړۍ لوبه یې ایسلینډ سره په یو ـ ګول برابره کړه. دويمه لوبه یې ۳ د صفر ګول پر وړاندې د کروشیا خلاف وبایلله، د نایجیریا خلاف درېیمې لوبه کې یې ۲ د ۱ ګول پر وړاندې بریا خپله کړه؛ خو په وروستۍ لوبې کې د فرانسې خلاف ۴ د ۳ ګولونو پر وړاندې ماتې وخوړه چې په‌دې ۴ سیالیو کې لیونیل میسي یوازې یو ګول ووهلو.

د رونالډو په حضور کې بیا کریسټیانو رونالډو هم ۴ لوبې وکړې چی د اسپانیې خلاف په ۳ ـ ۳ ګولونو مساوي لوبې کې یې هیټریک وکړ چې ورپسې یې مراکو ته ۱ د صفر ګول پر وړاندې ماتی ورکړه او د یوراګوایي خلاف د بېګا شپې ماتې نه مخکې یې په وروستۍ لیګ لوبې کې له ایران سره سیالۍ په یوه یوه ګول برابره کړه چې په وهلو ۶ سیالیو کې ۴ ګولونه کریسټیانو رونالډو ووهل.

میسي او رونالډو دواړو په وروستۍ لسیزې کې د فوټبال نړۍوالی شورا د کال غوره لوبغاړي جایزې ګټلي دي؛ خو دا چې دا ځل به هم له دواړو لوبغاړیو یو ګټونکی شي او که‌نه؛ دا جایزه به کوم نوی لوبغاړی وګټي او که څنګه؛ د سږ کال سپټمبر پر ۲۴مه به په لندن کې معلومه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام