افغانستان په کرکټ کې له خپلو سیالانو شاته شو

افغان کرکټ ملي لوبډله چې په شل اوریزه او پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو کې د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې بهترینه لوبډله شمیرل کیږي؛ شل اوریزه اسیایي جام کرکټ سیالیو ته د رسیدو په موخه له سخت ګوزار .سره مخ شوه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې ونه کړای شول چی د هندوستان، پاکستان، سریلانکا او بنګله دیش ترڅنګ په پیلیدونکي لومړي پړاو شل اوریزه (ایشیا کپ) سیالیو کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړي.

د عمان او هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلو خلاف د ۲ بریاوو، خو د عربي اماراتو په وړاندې د لومړۍ ماتې په پایله کې د ۴ امتیازونو په خپلولو خو دویم مقام کې پاتې کیدو سره افغان کرکټ ملي لوبډله له (ایشیا کپ) سیالیو پاتې شوه.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزه او پنځوس اوریزه لوبو نړیواله درجه بندۍ کې  په ۱۰ بهترینه لوبډلو کې شمیرل کیږي، خو عربي اماراتو لوبډله بیا څو مقامه وروسته ده.

دیادونې وړ ده چې د عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۰۸ م کال وروسته یو ځل بیا په دې وتوانیده چې په ټاکنیز پړاو کې د ۶ امتیازونو او لومړي مقام په ګټلو سره د اسیا د سترو کرکټ ملي لوبډلو په کتار کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړي.

دیادونې وړ ده چې په ۲۰۱۴ م کال ایشیا کپ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو کې افغانستان له پاکستان، هندوستان و سریلانکا او بنګله دیش کرکټ بورډونو سره د ښو اړیکو په پایله کې نیغ په نیغه دغه جام کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړی و خو داځل داسې ونه شول.

د ایشیا کپ ټاکنیز پړاو پاې ته رسیدو سره دافغانستان له پاره مخکښه بیټسمین نجیب الله ځدران و، چې په ۱۰۴ منډو د افغانستان لخوا لومړې خو په ټاکنیز پړاو کې ۵ م مخکښه بیټسمین و.

دغه راز په بالینګ کې راشد ارمان شینواری په ۵ ویکټو د افغانستان لخوا لومړی خو په ټاکنیز پړاو کې دویم مخکښه بالر وشمیرل شو.

همدارنګه د سیالیو پرمهال د افغانستان لپاره کریم صادق، نورعلي ځدران او نجیب الله ځدران هغه یواځیني لوبغاړي وو چې د عربي امارات او هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلو خلاف په دې سیالیو کې په نیمه سلیزه جوړولو بریالي شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام