واحد نژند او روح‌الله دهقان د سرو زرو مډالونه وګټل

د افغانستان کیک‌بوکس ملي لوبدلې لوبغاړي واحد نژند او روح‌الله دهقان د لبنان په کوربتوب په درېیم پړاو اسیایي کیک‌بوکس سیالیو کې افغانستان ته د سرو زرو ۲ مډالونو په شمول ټولټال ۳ مډالونه وګټل.

د افغانستان بدني روزنې ریاست د معلوماتو له‌مخې، ښاغلي نژند په ۸۰ کیلو ګرامه وزن او (کی ۱) سټایل کې خپلو لبناني، کردستاني، عراقي او فلسطیني سیالانو ته ماتې ورکړې او د سرو زرو مډال یې په سینه کړ.

دغه افغان لوبغاړي په (کیک‌لایټ) سټایل کې هم سیالۍ وکړې چې لومړۍ لوبه کې یې سیال حاضر نه‌شو؛ خو دویمې لوبې کې یې عراقي لوبغاړي ته ماتې ورکړه او د سپینو زرو (نقره‌يي) مډال وګټلو.

د بدني روزنې ریاست خبرپاڼه وايي، د افغانستان له‌پاره له‌دې سیالیو څخه دویم لوبغاړی روح‌الله دهقان و چې په خپل وزن کې یې د ټولو سیالانو په ماتولو او لومړي مقام په خپلولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

دیادونې ده چې د کیک‌بوکس اسیایي سیالۍ د لبنان په کوربتوب پیل شوي چې له افغانستانه په‌کې د کیک‌بوکس رشتې ۷ تکړه لوبغاړیو په بېلابېلو ورزشي رشتو کې برخه اخېستې ده.

ورته مطلب:

داځل به د "کیک بوکسنګ" په اسيايي سیاليو کې یوه افغانه نجلۍ هم د سيالۍ ډګر ته ووځي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام