کوربه برازیل د المپیک سیالیو لومړی د سرو زرو مډال وګاټه

د برازیل په کوربتوب د ۲۰۱۶ م ز کال په (ریو) المپیک سیالیو کې په درېیمه ورځ هم په بېلا بېلو ورزشي رشتو کې لوبې ترسره شوې، چې په کې اخر هم کوربه هیواد د (طلا) ګټلو تنده ماته کړه.

د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، د یاد هیواد په ګټه د جودو ښځینه لوبغاړې رفیلا سلواني په ۵۷ کیلو ګرامه وزن کې خپل سیال ته په (فاینل) لوبه کې په ماتې ورکولو سره د برازیل له پاره  د (طلا) مډال ګټلو ۲ ورځنی انتظار پای ته ورساوه.

د (ریو) روانو المپیک سیالیو د درېیمې ورځې لوبې په داسې حال کې پای ته ورسیدې، چې په کې امریکا لاهم په ټولټال ۱۹ مډالونو سره د هیوادونو په کتار کې لومړی مقام له ځان سره لري.

د سیالیو د درېیمې ورځې تر پایه چینایي لوبغاړو بهترینه لوبې وکړې او له امریکې سره یې د (طلا) مډالونو شمیر برابر کړ، چې پنځه، پنځه مډالونه یې ګټلي دي.

دغه راز په نورو لوبو کې دایټاليې له پاره د ټوپک په وسیله نښه ویشتنه کې "نیکولو کمپریاني" درېیم د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

همدارنګه د روسیې له پاره په ښځینه توره وهنې سیالیو کې یانا ایګورین د روانو (ریو) المپيک سیالیو دویم د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده، چې د المپیک سیالیو په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د ښځینه "رګبي" سیالۍ هم ترسره شوې، چې په کې اسټرالیا نیوزیلینډ ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

دغه راز د چین له پاره د روانو سیالیو درېيمې ورځې ۵ م د سرو زرو مډال ګټوونکی لن یوی وو، چې په لامبو وهنه کې یې د سرو زرو مډال وګاټه، خو د هغې وړاندې په ۲۰۰ میترو لامبو وهنه کې "سن یانګ" د سرو زرو مډال خپل کړ.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د وزن جیګولو په ۶۲ کیلو ګرامه وزن کې نارینه لوبغاړي اسکر فیګیورواني خپل هیواد کولمبیا د سرو زرو مډال ګټوونکو لوبغاړو په ډله کې شامل کړ.

او په جمناسټیک لوبو کې بیا جاپاني لوبغاړو د چین ۸ کلنه واکمني پای ته ورسوله او په دغه لوبو کې یې په ټیمي توګه د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

همدارنګه د هنګري هیواد له پاره په ښځینه لامبو وهنه کې "کټینکا هوسزوني" خپلې امریکایۍ سیالې ته ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال یې وګاټه، خو په نارینه برخې لامبو وهنه کې امریکایي راین مرفي په لامبو وهنه کې د سرو زرو مډال وګاټه.

دغه راز په ښځینه برخې لامبو وهنه کې "لیلي کینګ" لومړۍ ۱۹ کلنه امریکایۍ شوه، چې د المپیک په لومړي ګډون یې امریکې ته د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

د روانو (ریو) المپیک سیالیو د درېیمې ورځې ترپایه امریکا په ټولټال ۱۹ مډالونو سره لومړی، چین په ۱۳ مډالونو سره دویم او اسټرالیا بیا په ۷ مډالونو سره درېیم مقام له ځان سره لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام