.jpeg)
افغان کرېکټ ملي لوبډله په ټیسټ کرېکټ تاریخ کې ۱۲مه او په روان کال کې له ایرلینډ وروسته دویمه لوبډله شوه چې د کرېکټ نړۍوالې شورا په چوکاټ کې یې خپله لومړۍ تاریخي ټيسټ لوبه ترسره کړه.
دواړو افغانستان او ایرلینډ ته د تېر ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کې د کرېکټ نړۍوالې شورا لهخوا د ښه ځلیدو او معیارونو پوره کولو وروسته بشپړغړیتوب ورکړل شو.
افغان کرېکټ ملي لوبډله د هند په غوښته په لومړۍ تاریخي ټيسټ لوبه کې د ټیسټ کرېکټ لومړی مقام لرونکې هندۍ کرېکټ ملي لوبډلې سره تېره اوونۍ په بنګلور لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ووت.
په سیالۍ کې هندۍ لوبډلې افغان لوبډله په یوه ورځ کې دوه ځلې وسوځوله او د اجینکی ریهاني په کپتانۍ کې یې افغان لوبډلې ته په یوه وار او ۲۶۲ منډو د خپل کرېکټ تاریخ ستره ماتې ورکړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ په ۶ سیشنو کې پای ته ورسیده چې په کې بېلابېل ریکارډونه جوړ شول خو دلته یې درته ۵ ریکارډونه په تفصیلي توګه بیانوو.
.jpg)
افغان کرېکټ ملي لوبډله په دویم اننګز کې په ۱۰۳ منډو وسوځېده چې په همدې چناسوامي لوبغالي کې یې په یوه ورځ خپل لومړنی ریکارډ مات کړ چې د ۱۰۹ منډو وروسته په ریکارډ کمو ۱۰۳ منډو وسوځېده.
په دې میدان کې د افغانستان د ۱۰۳ او ۱۰۹ منډو وړاندې اسټرالیا تېرکال په ۱۱۲ منډو ۱۹۸۷ کال کې پاکستان په ۱۱۶ او په ۱۹۷۴ کال کې پخپله هندۍ لوبډله په ۱۱۸ کمو منډو سوځېدلې وې.
دویم ریکارډ دا جوړ شو چې افغانستان د ټیسټ کرېکټ په تاریخ کې دوه ځلې په کمو اورنو کې وسوځېد چې په یوه ورځ یې هم منفي ریکارډ خپل او بیا یې خپله مات کړ.
افغانستان په دویم اننګز کې په ۲۷ اشاریه ۵ اورونو کې وسوځېد چې په لومړي اننګز کې په ۳۸ اشاریه ۴ اورونو کې سوځېدلی وه چې وړاندې دغه ریکارډ د هند خلاف بنګله دېش سره وو چې په ۴۶ اشاریه ۳ اورونو کې سوځېدلی و خو انګلستان او ایرلینډ هم هغه لوبډلې دي چې په ټیسټ کرېکټ کې له ۵۰ په کمو ۴۷ اورونو کې سوځېدلي دي.
د افغانستان او هند ټیسټ لوبه کې درېیم ریکارډ دا و چې ترټولو کم بالونو ټیسټ لوبه وشمېرل شوه چې په کې دواړو لوبډلو ته په ۳ اننګزونو کې په ۲ ورځو کې ۱۰۲۸ بالونه ترسره شول او په دې سره ۱۴ کلن ریکارډ مات شو.
د دې وړاندې په ۲۰۰۴ کال کې په ممبۍ کې تر ټولو کم بالونو ټيسټ لوبه د هند او اسټرالیا ترمنځ د ۱۲۱۳ ټیسټ بالونو لوبه ترسره شوې وه.
.jpg)
د تاریخي ټیسټ لوبې څلورم ریکارډ هندي اوپنر شیکردهوان لومړی هندی او د ټیسټ کرېکټ تاریخ شپږم لوبغاړی شو چې د لوبې په لومړي سیشن یا برخه کې یې خپله سلیزه پوره کړه او ویکټور ټرمپر، چارلي مکارټني، ډان بریډمین، ماجد خان او ډیویډ وارنر په لیکه کې ودرېد.
وروستی او پنځم ریکارډ دا و چې دا د یو وار او ۲۶۲ منډو بریا د هندۍ لوبډلې د ټیسټ کرېکټ تاریخ تر ټولو ستره بریا وشمېرل شوه او ۱۱ ریکارډ یې مات کړ.
د دې وړاندې هندۍ لوبډلې په ۲۰۰۷ کال کې ترټولو ستره بریا په ډهاکه کې د بنګله دېش خلاف په یوه وار او ۲۳۹ منډو ترلاسه کړې وه.
د افغانستان لهپاره بیا یامین احمدزي د لومړۍ ټیسټ، مجیب ځدراڼ د لومړۍ شپږیزې، شهزاد محمدي د لومړۍ څلوریزې، نبي عیسی خېل د لومړي کېچ تاریخ جوړ کړ.





