
د کرکټ لوبې د مخکښې ویبپاڼې " کریک انفو" لهخوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۲ مشهوره لوبغاړي محمدنبي عسیخېل او شهزاد محمدي د ۲۰۱۶م کال غوره لوبغاړي اعلان شوي.
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، نبي عیسیخېل ته د دويمې درجې د هېوادونو له ډلې څخه د تېر کال غوره بالر او شهزاد محمدي بیا غوره بیټسمین اعلان شوی.
محمد نبي عیسیخېل ته دغه جایزه لهدې کبله ورکړل شوې ده، چې په تېر کال کې يې نه يواځې په دوه اړخیزه کرکټ سیالیو کې د زمبابوې خلاف د ۲۰ اوریزه لوبې سلیزه جوړه کړې وه، ترڅنګ يې د هندوستان په کوربتوب د ۲۰۱۶ م زیږدیز کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو کې بهترینه لوبې کړې وې.
شهزاد محمدي تراوسه یواځینی بیټسمین دی، چې په شارجه کرکټ نړیوال لوبغالي کې د ۲۰ اوریزه لوبې لومړۍ او یواځینۍ سلیزه په غاړه لري.
دغه راز شهزاد محمدي ددغه جایزې ګټلو لهپاره د افغانستان خلاف تیرکال په ۵۰ اوریزه سیالۍ کې ۱۶۰ منډې جوړونکې ایرلینډي بیټسمین ایډي جویس او د زمبابوې خلاف د سیریز ګټلو لهپاره په ۸۲ ناسوځیدلو منډو بریالی ګلبدین نایب شاته پریښودل.

همدارنګه د افغانستان د کرکټ تاریخ نه هیریدونکي بهترینه ال راونډر نبي عیسی خیل د کال غوره بالر جایزې لهپاره راشد ارمان او حمزه هوتک شاته پریښودل.
د بنګلهدیش خلاف د تیرکال دویمه ۵۰ اوریزه لوبه کې د په ۱۰ اورونو کې د ۱۶ منډو په ورکولو او ۲ ویکټو سره نوموړی د دویمې درجې د کال بهترینه بالر اعلان شو.
نوموړي پهدغه ۱۰ اورونو کې ۴۴ بالونو باندې هیڅ منډه ور نهکړه او بنګله دیشۍ لوبډلې یواځې ۱۶ منډې بغیر له کومې څلوریزې او شپږیزې ترلاسه کړې.
دواړه شهزاد محمدي او نبي عیسیخیل د افغانستان د کرکټ د راتلونکي لهپاره مهم لوبغاړی شمیرل کیږي، چې دوامداره ښه ځلیدل یې دافغانستان کرکټ سره د بشپړ غړیتوب اخیستلو کې مرسته کولای شي.

دغه راز د کریک انفو په نورو کلنیو جایزو کې انګلستانی بین سټوک غوره ټیسټ بیټسمین، انګلستانی سټیورټ براډ غوره ټیسټ بالر، سویلي افریقایي کوینټن ډی کوک د یو ورځنیو لوبو غوره بیټسمین، ویسټ انډيزی سونیل ناراین د یو ورځنیو لوبو غوره بالر، ویسټ انډیزی کارلوس بریت ویټ د شل اوریزه لوبو غوره بیټسمین، بنګله دیشی مستفیظ الرحمان د شل اوریزه لوبو غوره بالر، هندوستانی ویراټ کوهلي د کال غوره کپتان او بنګله دیشی مهدي حسن دتیرکال غوره غوره لومړۍ لوبه کوونکی لوبغاړی اعلان شو.
د کلنیو جایزو ګټوونکي د کریک انفو ویبپاڼې د مخکښو لیکوالانو ترڅنګ د پخوانیو لوبغاړو او کمینټیټرانو د یوې خپلواکې جورې لهخوا د رایو لهمخې غوره شول.





