
ویل کېږي، چې د المان فوټبال "بونډیسلیګا" سیالیو کې بوخت افغاني الاصله المانی ندیم امیري د انګلستاني "ټوټینهام" او هسپانوي فوټبال کلب اتلاتیکو ماډریډ پام ځانته اړولی.
د "هیټسي سپورټ" وېبپاڼې د راپور له مخې، دواړه لوبډلې د یو ځوان او تکړه بریدګر لوبغاړي په لټه کې دي، چې اوسمهال یې المان میشته افغان فوټبال لوبغاړي ندیم امیري ته سترګې دي.
راپور کې راغلي دي، چی دواړه لوبډلې د المان بونډیسلیګا سیالۍ له نیږدې څاري، چې ندیم امیري یې پام ځانته اړولی دی.
ندیم امیري د المان فوټبال غوره لیګ "بونډیسلیګا" سیالیو کې د (هوفینهیم) لوبډلې په ګټه لوبېږي او تراوسه ښه ځلېدلی دی.
د یادونې وړ ده، چې اتلاتیکو مادریډ لوبډله د هسپانېې لالیګا سیالیو د تېرکال اتله ده، خو ټوټینهام بیا دانګلستان په روان فوټبال غوره لیګ سیالیو کې دویم مقام وګټلو.

افغان ندیم امیري اوسمهال د (هوفینهیم) لوبډلې سره تر ۲۰۱۸ م ز کال پورې په ۲ کلن تړون کې بند دی، خو د یادې لوبډلې د رضا وروسته له ټوټینهام او یا هم اټلاټیکو ماډریډ لوبډلې سره یوځای کېدلې شي.
ندیم امیري اوسمهال ۱۹ کاله عمر لري، چې تېرکال یې د (هوفینهیم) دویمه درجه لوبډلې له پاره سیالۍ پیل کړې، خو سږ کال د ښه ځلېدلو له پاره ورته د یادې لوبډلې په لومړۍ درجه لوبډله کې د لوبېدلو چانس ورکړل شو.
افغاني الاصله الماني امیري تراوسه روان سیزن ۲۳ لوبې ترسره کړي دي او ۴ ځلې په ګول وهلو بریالی شوی دی.
دغه راز (هوفینهیم) لوبډله هم په خپله پلان لري، چې ندیم امیري بلې لوبډلې ته ور نه کړي اوپه خپله ترې (بونډیسلیګا) سیالیو کی ګټه واخلي.
ندیم امیري روان کال د المان ۲۱ کلنې فوټبال ملي لوبډلې له پاره هم نړیوالې سیالۍ وکړې.
امیري څو ځلې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له پاره لوبېدو ته رابلل شوی دی، خو تراوسه یې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له پاره لوبې نه دي کړي.





