ټاکل شوېده د کرکټ نړیوالې شورا د لنډمهالي بندیز سره مخ افغان وېکټ کیپر شهزاد محمدي نن د وینې نورو معایناتو لهپاره دوبۍ ته سفر وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د مطبوعاتو مسوول محمد عزیزغروال سلام وطندار ته وویل، شهزاد محمدي منلې، چې د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې یې بند غیرقانوني قوي درمل کارولي دي.
د ښاغلي غروال پر وینا، کرکټ بورډ نن شهزاد محمدي دوبۍ ته لېږي او هلته به د ګومارل شوي وکیل په مرسته د خپلې وینې نور معاینات هم ورکړي.
د نوموړي په خبره، هڅه کوي، چې پر یو وکیل د شهزاد محمدي د بندیز موده کمه او یا یې بېخي معاف کړي.
دا پهداسې حال کې ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې په مشهور لوبغاړي وېکټ ساتونکي او توپوهونکي شهزاد محمدي د کرکټ نړیوالې شورا لهخوا موقتي رسمي بندیز ولګېد.
د کرکټ نړیوالې شورا د خبرپاڼې له مخې، شهزاد په کرکټ لوبه کې د قوي غیرقانوني درملو په کارولو مجرم پېژندل شوی، چی د اپریل له ۲۶مې نېټې څخه په هر ډول کورني او نړیوال کرکټ کې تر دویمې او وروستۍ پرېکړې پورې له بندیز سره مخ شو.

شهزاد محمدي ته ۱۴ ورځې وخت ورکړل شوی و، چې د خپل جرم سپیناوی وکړي؛ خو شهزاد محمدي د خپل ځان سپیناوی ونهکړ او خپل جرم یې ومنلو.
د کرکټ نړیوالې شورا په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې د شهزاد محمدي دوسیه یې د غیرقانوني درملو د کارولو ضد کمېسیون ته وړاندې کړې او هغوی به راتلونکیو ورځو کې د شهزاد د بندیز د مودې وروستۍ پرېکړه وکړي.
افغان کرکټ بورډ هم د شهزاد محمدي د دې دوسیې لهپاره د انګلستان هېواد څخه یو وکیل په دنده ګومارلی، چې دې موضوع کې مرسته وکړي.
شهزاد محمدي لومړنی افغان لوبغاړی دی، چې دا جرم پرې ثابتېږي. نوموړی اوسمهال ۲۹ کاله عمر لري او د افغانستان لهپاره په څلورو ورځنیو، شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیالیو کې مخکښ او باوري لوبغاړی شمېرل کېږي.
نوموړی د افغانستان کرکټ په تاریخ کې هغه لومړی لوبغاړی هم دی، چې تېر کال د کرکټ نړیوالې شورا لهخوا د دویمه درجه هېوادونو په ډله کې د غوره لوبغاړي په توګه هم اعلان شو.
دا چی افغان کرکټ ملي لوبډله د ټېسټ کرکټ اخیستلو ته نېږدی شوی او دغه راز به راتلونکې میاشت د لومړي ځل لهپاره د ټېسټ لوبډلې وېسټ انډیز سره د سیالیو لهپاره دې هېواد ته سفر وکړي؛ نو د کرکټ مینهوال د شهزاد محمدي بندیز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته ستره ضایع بولي.





