
زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې د عربی اماراتو په سفر کی لومړۍ لوبه وګټله، چې افغانستان ته یې په درېیمه نړیواله پنځوس اوریزه لوبه کې د ۱۱۷ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.
دا په وروستیو ۵ نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو کې د افغانستان پر خلاف د زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ بریا وه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې په سیالۍ کې زمبابوی د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د هدف ټاکلو په موخه لوبه وکړه، چې په لومړیو کې له سختو ستونزه سره مخ شوه، خو وروسته عادي حالت ته راغلل.
زمبابوی په ۴۹ منډو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو کریمر او مساکدزا ښه لوبه وکړه او په نیمه سلیزو یې افغانستان ته د ۱۷۶ منډو هدف وتاکلو.
د افغانستان له پاره میرویس اشرف ۳ خو دولت ځدران او حمزه هوتک دوه وېکټې واخستلې، چې بالرانو د دوی خواري په اوبو لاهو کړه.

د هدف تر لاسه کولو په موخه د شهزاد محمدي د ۳۱ منډو پرته بل یو لوبغاړي ان لس منډې هم جوړی نه کړای شولې، چې په پایله کې ټوله لوبډله په ۵۸ منډو وسوځېدله.
د افغانستان له پاره دویم مخکښ توپ وهوونکی دولت ځدران وو، چې ۷ منډې یې وکړې.
د یادونې ده، چې دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې په پنځوس اوریزو لوبو کې تر ټولو کمې منډې وشمېرل شوې.
د زمبابوی له پاره مساکدزا ۸۳ منډې جوړې کړې او په دې سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې د شارجه په لوبغالي کې د درېیمې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ په ګټلو سره روانې سیالۍ ژوندۍ وساتلې.
د یادولو ده، چې د دواړو (افغانستان او مېلمه زمبابوی) کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به څلورمه نړیواله لوبه د راتلونکې دوشنبې پر ورځ د جنورۍ میاشتې په ۲ مه نېټه په شارجه لوبغالي کې وشي.





