.jpg)
د اسټرالیا کرېکټ بورډ د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د غوره لوبغاړو په نوملړ کې د اول ځل لهپاره یوازېنی افغان لوبغاړی راشد خان ارمان هم اعلان کړی دی.
د کرېکټ اسټرالیا وېبپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مرستیال کپتان او ځوان تکړه لیګ سپنر بالر راشد خان د پاکستاني حسن علي، انګلیستاني عادل رشید، اسټرالوي میچل سټارک او انګلیستاني لیم پلنکیټ سره په ډله کې د وروستي یو کال په هغو ۵ غوره بالرانو ډله کې اعلان شوی، چې ۵۰ اوریزه لوبو کې ښه ځلېدلي دي.
راشد خان په داسې حال کې د اسټرالیا کرېکټ بورډ په غوره ۵ کسیزه بالرانو ډله کې اعلانیږي، اوسمهال په روان ۲۰۱۷ کال کې د ۱۲ نړیوالو سیالیو وروسته په ۳۶ وېکټو د نړۍ له ټولو مشهوره بالرانو مخکې دی.
راشد خان تېره میاشت د بشپړ غړیتوب لرونکې ویسټ انډيزۍ کرېکټ ملي لوبډلې خلاف بهترینه بالینګ وکړ او په یوه لوبه کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځولو سره افغانستان ته ستره بریا خپله کړه.
د اسټرالیا کرېکټ بورډ له خوا د ۵ غوره بالرانو له ډلې یې ۳ بالران د مخکښ راشد خان وروسته حسن علي د ۱۳ لوبو وروسته په ۳۱ وېکټو دویم او لیم پلنکیټ د ۱۳ لوبو وروسته په ۲۸ وېکتو روان کال د مخکښه بالرانو په ډله کې دریم مقام له ځان سره لري.
اسټرالوي کرېکټ بورډ د کال غوره ۵ بیټسمینانو په ډله کې بیا اسټرالوي ډېویډ وارنر، انګلیستانی جو روټ ، سویلي افریقایي فف ډوپلیسیس، پاکیستانی بابراعظم او سویلي افریقایې وېکټ ساتونکی کوینټن ډي کوک شامل دي.
دغه راز د یاد کرکټ بورډ لهخوا د تېر یو کال په ۳ غوره وېکټ ساتونکي کې سویلي افریقایي کوینټن ډي کوک ، اسټرالوي میتیو ویډ او انګلیستانی جوز بټلر شامل دي.
د اسټرالیا کرېکټ بورډ هر کال په نړیواله کچه د کرېکټ لوبې څاري او ترې ښه ځلېدونکي لوبغاړي د کال په غوره لوبغاړو ډله کې اعلانوي.





