د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د فوټبال د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ پېل شوي دي.
دغه سیالۍ د میدان وردګو ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې پیل شوي، چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي.
د دغه ولایت د بدني روزنې امر عین الله حقبین وايي، دغه سیالۍ نن ( مې په ۲۳ مه) پېل شوي، چې د مرکزي بهسودو ولسوالۍ حصه اول په سیمه کې ۱۲ غوره لوبډلې په کې ګډون وکړي.
حقبین وايي، چې دغه سیالۍ به شاوخوا یوه میاشت دوام وکړي او د سیالیو په پای کې به دوه غوره لوبډلې و ټاکل شي، چې د بامیانو ولایت د پياوړو لوبډلو سره به راتلونکي میاشت کې سیالي وکړي.
دغه ولایت د بدني روزنې امر وايي، چې د دغو سیالیو ټول مالي لګښت د بدلون څپي ټولنې له خوا ورکول کیږي.
د یادو سیالیو د پېل په مراسمو کې د مرکزي بهسودو د ولسوال جان اقا محصل په ګډون ګڼ شمېرو قومي مخورو هم ګډون کړی و.
له دې مخکې په تېره میاشت کې د میدان وردګو ولایت د ولسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې وې، چې ۸ اونۍ یې دوام درلود.
د دغه لیګ موخه لوبېدونکو لوبډولو نه د غوره لوبډلې ټالکل و، چې د زونونو ترمنځ د فوټبال په جوړیدونکي سیالیو کې د میدان وردګو په استازيتوب لوبې وکړي.





