د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټبال ۱۶ کلنو ملي لوبډله د اسیايي جام سیالیو ته د ښه چمتووالي په موخه د قطر پلازمېنې دوحې ته ولېږله.
د دې فدراسیون د مالوماتو له مخې، افغان لوبډله به د فوټبال ۱۶ کلنو اسیايي جام سیالیو کې چې د مالیزیا په کوربتوب جوړېږي، تر ګډون مخکې د یوې اوونۍ لهپاره په قطر کې چمتووالی ونیسي.
ټاکل شوې یادې سیالۍ د سېپټمبر په ۲۰مه پیل شي چې افغان ملي لوبډله به خپله لومړنۍ لوبه له دفاعي اتلې عراقي لوبډلې سره وکړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د مالوماتو له مخې، د هېواد په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د افغان فوټبال ملي لوبډله د فوټبال په اسیايي جام سیالیو کې لوبېږي.
د افغانستان او عراق د فوټبال ۱۶ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ سیالي به د افغانستان په وخت ماسپښین ۱ بجه د قطرهېواد په کوربتوب وشي.
د یادو سیالیو په دوام به د افغان فوټبال ۱۶ کلنو ملي لوبډله په «څلورم» ګروپ کې د سېپټمبر په ۲۵مه، مازدیګر ۵ بجې او ۱۵ دقیقې له سهیلي کوریا او په وروستۍ لیګلوبه کې د سېپټمبر په ۲۸مه، د ماسپښین ۱ بجه د اسټرالیا فوټبال ۱۶ کلنو ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.

د یادونې ده چې د اسیا فوټبال ۱۶ کلنو فوټبال جام سیالیو په ۱۸م پړاو کې به د افغانستان په ګډون د ۱۶ هېوادونو لوبډلې په ۴ ګروپونو کې د اکټوبر تر ۷مې د اتلولۍ ګټلو لهپاره په ۲ ښارونو او ۳ لوبغالو کې سیالي وکړي چې پهکې د تېر ځل اتله عراقي لوبډله د خپلې اتلولۍ دفاع کوي.






