د نوروزمنګل تجربې «المصافي» لوبډله نیمه پای لوبې ته ورسوله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي پخواني لوبډلمشر نوروزمنګل د امریکا په ازادو ۲۰ اوریزو کرکټ سیالیو کې لومړۍ لوبه تاریخي ثابته کړه، چې څنګه یوه لوبه بریا ته رسولی شي.

د نوروزمنګل تجربې او د حشمت الله شهیدي ځوانو مټو المصافي کرکټ لوبډلې ته د امریکا په سوداګریزو کرکټ سیالیو (کوارټرفاینل) لوبه کې د میامي شارکز لوبډلې پر خلاف په ۶ وېکټو ستره بریا خپله کړه.

په نننۍ بریا سره المصافي لوبډلې د هوسټن سټالینز لوبډلې پر خلاف د نن شپی (نیمه پای) لوبی ته لاره پیدا کړه، چې د افغانستان پر وخت ۶ نیمې بجې به د امریکا په نړیوال کرکټ لوبغالي کې وشي.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په نننۍ (کوارټرفاینل) لوبه کې میامي شارکز لوبډلې د افغان المصافي لوبډلې پر خلاف په لومړۍ لوبې کولو سره ښه لوبه ونه کړی شوه او یوازې ۱۱۹ منډې جوړې کړې.

میامي لوبډله ځکه په ستر هدف ټاکلو کې پاتې راغله چې شرف الدین اشرف ۲ او افتاب عالم ، جاوید احمدي او ګلبدین نایب یوه ـ یوه وېکټ ترلاسه کړه.

په ځوابي لوبه کې جاوید احمدي او نجیب الله ځدران بغیر له کومې منډې وسوځېدل؛ خو لومړۍ لوبه کوونکي نوروزمنګل چې لومړۍ سیالۍ ته یې ۲ لوبې انتظار کړی و؛ له حشمت الله شهیدي سره ښه ملګرتیا وکړه.

له المصافي کرکټ لوبډلې سره مل د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او د یادې لوبډلې سره د لوبغاړي ترڅنګ د روزونې مسوولیت لرونکي نوروزمنګل ښه لوبه وکړه، چې ورسره ځوان حشمت شهیدي هم د ښې ثبوت وړاندې کړ.

د نوروزمنګل د ۳۵ او حشمت الله شهیدي د ۳۹ منډو په واسطه المصافي کرکټ لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۶ اورونو کې د ۴ لوبغاړیو په سوځېدو ترلاسه کړ.

له دې نه مخکې افغان المصافي کرکټ لوبډلې د روان ټورنمېنټ لومړۍ سیالۍ د ۶ وېکټو په توپیر هوسټن سټالینز لوبډلې ته او دویمه لوبه (یو ایس ای سټارز) لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر بایللی وه.

د امریکا په ۸ م پړاو (یو ایس اوپن) ۲۰ اوریزو کرکټ سیالیو کې د کرکټ نړۍ د مخکښو هېوادونو څخه مشهوره لوبغاړیو په بېلابېلو ۱۶ ګډونوالو لوبډلو کې د ۴ ورځو له پاره په (فلوریډا) ایالت کې د اتلولۍ جام او ۱۰۰ زرو امریکایي ډالرو ګټلو له پاره سیالۍ ترسره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام