.jpg)
د ازبکستان په کوربتوب د مرکزي اسیا ۱۹ کلنو فوټبال لوبډلو ترمنځ پیل شوې سیالۍ د کوربه هېواد په اتلولۍ پاې ته ورسېدې.
ازبکستان لوبډلې په نننۍ فاینل لوبه کې قرغزستان لوبډلې ته ۱ د ۰ ګول په وړاندې ماته ورکړه او د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ یې د مرکزي اسیا لومړي پړاو ټورنامنټ د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.
په دې سیالیو کې افغانستان هم برخه اخیستی وه، چې په وروستۍ لوبه کې دریم مقام ترلاسه کولو له پاره سیالۍ د ترکمنستان ۱۹ کلنې فوټبال لوبډلې ته وبایلله.
د ورکړل شویو معلوماتوله مخې، د درېیم مقام ترلاسه کولو له پاره په سیالۍ کې ترکمنستان لوبډلې ۲ د ۱ ګول په وړاندې افغان لوبډلې ته ماته ورکړه.
.jpg)
د ترکمنستان خلاف سیالۍ کې افغان فوټبال لوبډلې د لومړي ځل له پاره په دغه ټورنامنټ کې یوازېنی ګول ووهلو، خو په بریا خپلولو کې پاتې راغلل.
د مرکزي اسیا فوټبال جام سیالۍ د لومړي ځل له پاره ترسره شوې چې د افغانستان خلاف ټولټال په ۳ لوبو کې ۶ ګولونه ترسره شول.
ټاکل شوې وه، د ازبکستان په کوربتوب په دې سیالیو کې د ایران لوبډلې هم برخه اخیستې وای، خو یاد هېواد دغو سیالیو ته خپله لوبډله ونه لېږله.
د ترکمنستان خلاف له لوبې وړاندې افغانستان لومړۍ لوبه ۲ د ۰ ګول په وړاندې د ازبکستان (ب) لوبډلې خلاف او دویمه لوبه یې د قرغزستان خلاف په همدې پایلې سره بایللې وه.
له دې وړاندې تاجکستانۍ ۱۹ کلنې فوټبال لوبډلې بیا د پنلټي په شوټونو کې د ازبکستان (ب) لوبډلې ته ماته ورکړه او د سیالیو پنځم مقام یې ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده، دا لومړې ځل و، چې د افغانستان کومه فوټبال ملي لوبډله د سویلي اسیا زون په ځای په نوي رامینځته شوي مرکزي اسیا زون فوټبال سیالیو کې ولوبېده.





