د کرکټ بورډ غړو کرکټ لوبغاړو سره د همکارۍ ژمنه وکړه

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د کرکټ د پرمختګ له پاره ګمارل شوي (بورډ) غړو له افغان کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ولیده.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لیدنه د افغانستان د ماليې وزیر او د کرکټ بورډ غړي (اکلیل حکیمي) له خوا برابره شوې وه.

خبرپاڼه لیکي، چې په دې لیدنه کې د کرکټ بورډ غړو د ولسمشر حقوقي سلاکار محمد علي محمدي، د ښارجوړونې وزیر سېد منصور سادات ناصري، د بهرنیو چارو سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او په پاکستان کې افغان سفیرجانان موسی زي برخه لري.

خبرپاڼه لیکي، چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په ګډون له افغان کرکټ بورډ سره یوځای کېدل خپل ویاړ او ملي مسولیت یاد کړ او د کرکټ بورډ ادارې او ملي لوبغاړو ته یی ډاډ ورکړ، چې د کرکټ د پرمختګ له پاره به تل د دوی ملا وتړي.

حکیمي وویل، چې افغان کرکټ لوبغاړو افغانستان ته تلپاتې ارزښتونه ګټلي دي.

اخوا بیا نادري وايي، چې ولس ته د خوښیو ورکوونکې ادارې په غړیتوب خوښ دی.

دغه راز د کرکټ بورډ ادارې اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي د هیواد د کرکټ پرمختګ په موخه د بورډ غړو له پاملرنې مننه وکړه او د کرکټ ملي لوبډلو د راتلونکو سفرونو په اړه یې غړو ته معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې دغې لیدنې ته د افغان یو شمېر کرکټ ملي لوبغاړو سره د کرکټ بورډ اجرایوي مشر او مرستیال شفیق الله ستانکزی او دوست محمد نظري، د کرکټ بورډ مرستیالانو حاجي عزیزالله فضلي او تاج ملوک عالم د کرکټ بورډ ادارې بېلا بېلو څانګو مسوولین هم ورغلي وو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام