ټاکل شوې ده، د اسیا په شپږم پړاو ساحلي هنډبال سیالیو کې سبا افغان ساحلي هنډبال ملي لوبډله خپله لومړۍ سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان هنډبال فدراسیون لهخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغان ساحلي هنډبال ملي لوبډله ددغو سیالیو کوربه هیواد د تایلینډ پلازمینې بنکاک ته رسیدلې ده.
یاد فدراسیون زیاته کړې، افغان ساحلي هنډبال ملي لوبډله لوبډله د سبا ورځې پیلیدونکو سیالیو ته پوره چمتووالي لري، چې سبا به لومړۍ لوبه له ایران سره ترسره کړي.
د اسیا شپږم پړاو ساحلي هنډبال سیالۍ سبا پیلیږي او د روانې (مۍ) میاشتې په ۱۵مه نیټه به ښځینه او نارینه برخه کې د اتلو لوبډلو په اعلان سره پای ته ورسیږي.
د تایلینډ په کوربتوب د هنډبال په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۹ هیوادونه برخه لري چې په ۲ ګروپونو کې به یو بل سره سیالۍ ترسره کړي.
افغانستان د ایران ترڅنګ په دویم (ب) ګروپ کې له تایلینډ، ویتنام او عربي اماراتو سره لوبې لري، خو په لومړي ګروپ کې به قطر، عمان، ازبکستان او چاینیزټايپي هیواد ساحلي هنډبال ملي لوبډلې لوبې وکړي.

افغانستان به په دې سیالیو کې دویمه لوبه له کوربه تایلینډ، دریمه له ویتنام او وروستۍ لیګ لوبه د (مۍ) میاشتې په ۱۱مه نیټه له عربي اماراتو ساحلي هنډبال ملي لوبډلې سره ترسره کړي.
د اسیا ساحلي هنډبال فدراسیون د پلان له مخې به ددغه ټورنامنټ ۳ مخکښې لومړی، دویم او دریم مقام ګټوونکی لوبډلې د ۲۰۱۸ کال روسیې هیواد (سوچي) ښار په کوربتوب ساحلي هنډبال نړیوالو سیالیو ته لاره پیدا کړي.
د افغانستان ساحلي هنډبال ملي لوبډلې مسوولینو د خپلې لوبډلې د بشپړ تیارۍ ډاډ ورکړی.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان هنډبال فدراسیون د ۲۰۰۴ کال راهیسې د اسیا هنډبال فدراسیون غړیتوب لري او تراوسه یې په بیلا بیلو اسیایي سیالیو کې ګډون کړی دی.
دافغانستان ساحلي هنډبال ملي لوبډلی تیرکال د ویتنام په کوربتوب د اسیا په پنځم پړاو ساحلي هنډبال سیالیو کې لوبې وکړې، چې په ټولو ۵واړه سیالیو کې یې ماتې وخوړې.





