د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې خوش قسمته او اتل کپتان اصغرستانکزي د زمبابوې خلاف په وروستۍ پریکړه کوونکې ۵۰ اوریزه لوبه کې د بریا او د اتلولۍ جام ګټلو مبارکي افغان ولس ته وویله.
دغه راز افغان کپتان د مینه والو د غوسې او قهر وروسته پخپله هم ومنله، چې د زمبابوې خلاف یې خپل او یو شمیر لوبغاړو بیټینګ ناکامه وو، چې په کې پاتې راغلل.
اصغرستانکزي په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي دي، چې د یوه کپتان په توګه یې ډیره زمه واري په غاړه لرله چې باید ښه لوبه یې ترسره کړي وای، خو د زمبابوې خلاف سیالیو کې د دوی یو شمیر لوبغاړي په دې کار کې پاتې راغلل، چې پرې له ټول ولس او مینه والو بخښنه غواړي.
د کپتان په وینا کومې غلطۍ، چې د دوی توپ وهونکو د زمبابوې خلاف په یو ورځنیو سیالیو کې وکړې هڅه به وکړي چی په ۲۰ اوریزو لوبو کې یې تکرار نه کړي.

د نوموړي په وینا، چې د افغان ولس په دعاګانو به د زمبابوې خلاف په ۲۰ اوریزه او راتلونکو شل اوریزه ایشیا کپ او شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې د ښه لوبیدو هڅه وکړي.
دستانکزي په وینا، لوبغاړي یواځې هڅه کولای شي، همدا هڅې دوی د زمبابوې خلاف سیالیو کې هم وکړې، خو ګټه یې نه لرله کوم څه، چې د یوه لوبغاړي له پاره په نړیوال کرکټ کی عادي خبره ده، چې ترې د هڅو سره سره منډې نه کیږي.
د نوموړي په وینا مینه وال باید مایوسه نه شي، ځکه د دوی په دعاګانو به د دوی ټول لوبغاړي ډیر ژر یو ځل بیا ښه و ځلیږي.
دکپتان په وینا، افغان لوبغاړي په شل اوریزه لوبو کې ښه تجربه او شهرت لري او هیلمند دي، چې دغه سیریز کې اتلولي وګټي.
د اصغرستانکزي په وینا،افغانستان راتلونکو میاشتو کې د شل اوریزه ایشیا کپ او شل اوریزه کرکټ نړیوال جام په څیر سترې لوبې وړاندې لري، چې په کې به افغانستان ته د بریاوو په مټ د خوشحالیو نور چانسونه هم برابرکړي.

ستانکزي زیاته کړه، افغانستان داسې یوه کرکټ لوبډله لري، چې ریکارډونه جوړوي او له کرکټ بورډ څخه تمه لري، چې په راتلونکې کې هم ورته ورته سیالۍ برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک پاڼه د کپتان اصغرستانکزي د ویډیو لیدلو وروسته د لسګونو په شمیر کرکټ مینه والو له اصغرستانکزي او نوروزمنګل څخه غوښتي، ترڅو د افغان کرکټ ملي لوبډلې شا پریږدي او له کرکټ سره مخه ښه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې کپتان اصغرستانکزي د زمبابوې خلاف په ۵ نړیوالو پنځوس اوریزه لوبو کې ټولټال په ۲۶ خو نوروزمنګل بیا په ۳ سیالیو کې یواځې په ۱۴ منډو اخیستو بریالی شو.






