افغانستان د کرکټ نړیوال جام د پرانیستی په مراسمو کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا په کوربتوب د ۲۰۱۵ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې برخه واخلي.

د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې چې پیلیدونکي نړیوال جام سیالۍ د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب ترسره کېږي او دواړه هیوادونه به د سیالیو ځانګړې جلا جلا پرانیستې مراسم ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې منیجر بشیرستانکزي له اسټرالیا څخه سلام وطندار راډیو ته وویل چې ټاکل شوې ده د نړیوال جام د پرانیستې ستر مراسم د فیبروۍ میاشتې په ۱۲ مه نیټه په (ملبورن) ښار کې ترسره شي چې په کې به دافغانستان په ګډون نورې لوبډلې هم برخه ولري.

دغه راز د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې شریک کوربه نیوزیلینډ به د نړیوال جام سیالیو د پرانیستې مراسم په (کرایسټ چرچ) ښار کې ترسره کړي.

دغه راز ویل کېږي چې د نورو کپتانانو په څیر به افغان کپتان محمد نبي عیسی خیل د انځورونو په ویستلو مراسمو کې هم برخه واخلي.

د کرکټ ملي لوبډلې مدیر(منیجر) بشیرستانکزي زیاته کړه چې افغان کرکټ ملي لوبډله به په خپل (لومړي) ګروپ کې د رسمي او دغه راز ددویم ګروپ (هندوستان او عربي اماراتو) کرکټ ملي لوبډلو سره د رسمي تمریني سیالیو وړاندې د اسټرالیا له کلبونو سره ۲ تمریني سیالۍ هم ترسره کړي.

د نوموړي په وینا چې اوس مهال افغان کرکټ ملي لوبډله په اسټرالیا کې د خپلو روزونکو تر روزنې لاندې تر تمریناتو لاندې ده.

بشیرستانکزي زیاته کړه چې افغان کرکټ ملي لوبډله د رسمي او تمریني سیالیو وړاندې د فیبرورۍ په ۴ مه نیټه او ۶ مه نیټه دوه تمریني سیالۍ ترسره کړي.

ددی سیالیو وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله له هندوستان او عربي اماراتو سره په تمریناتي سیالیو کې خو د فیبرورۍ له ۱۸ مې نیټې څخه د مارچ تر ۱۳ مې نیټې به د نړیوال جام په رسمي سیالیو کې د بنګله دیش ، سریلانکا ، سکاټلینډ ، نیوزیلینډ ، انګلستان او اسټرالیا لوبډلو سره په ګروپ لوبو کې لوبې ترسره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام