قیس‌احمد د ویسټ‌انډيز سوداګریز کرېکټ لیګ ته غوره شو

د ویسټ‌انډيز «کربین پرېمیرلیګ» شل اوریزه سوداګریزو کرېکټ سیالیو له‌پاره د لوبغاړو اخیستو لړۍ بېګا شپه د انګلستان په لندن کې ترسره شوه.

د افغانستان ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې ځوان بالر ۱۷ کلن لیګ‌سپنر قیس‌احمد د سینټ لوشیا سټارز لوبډلې له‌خوا د ۷ نیم‌ زرو ډالرو په بدل کې واخیستل شو.

د سینټ لوشیا کرېکټ لوبډلې کپتاني، ویسټ‌انډيز ته دوه ځلې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام ګټوونکي کپتان ډېرن‌سمي په غاړه لري.

سینټ لوشیا لوبډلې د «ټوېټر» څخه په ګټه اخیستو ځوان افغان لیګ‌برېکر بالر قیس‌احمد ته چې د لومړي ځل له‌پاره کومو سوداګریزو سیالیو ته غوره شوی په خپله لوبډله کې هرکلی وېلی.

د یادونې ده چې ځوان قیس‌احمد په ۲۰۱۸ کال ۱۹ کلنو ۵۰ اوریزه کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې په ۵ سیالیو کې ولوبېد او په ۱۴ وېکټو اخیستو سره د ټورنامنټ مخکښ بالر و.

دغه راز د یادونې ده چې راشدخان د تېرکال په سیالیو کې د ګیانا لوبډلې په ګټه ولوبېد او د دې سیالیو د تاریخ لومړی هېټرېک یې هم ترسره کړ خو د سږکال سیالیو له‌پاره یې نوملیکنه نه وه کړې.

نبي عیسی‌خېل ۶۰ زره او مجیب الرحمان ۳۰ زره ډالره قیمت ایښی و خو دواړه به یوازې د «CPL» ټورنامنټ وروستي پړاو لوبېدو ته فارغه وي له‌همدې کبله کومې لوبډلې د قیس‌احمد پرته بل افغان لوبغاړی نه‌دی اخیستی.

د سږکال ۷ پړاو کربین پرېمیرلیګ شل اوریزه کرېکټ سیالۍ د اګست په ۸مه نېټه په ویسټ‌انډيز کې پیل شي.

په دغه اګست میاشت کې به نه یوازې افغان کرېکټ ملي لوبډله له کوربه ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلې سره په لوبو بوخته وي ورپسې سپټمبر میاشت کې به افغان کرېکټ ملي لوبډله د سږکال په ۵۰ اوریزه ایشیا کپ کرېکټ سیالیو کې هم ولوبیږي چې د ویسټ‌انډيز په سوداګریزو کرېکټ لیګ سیالیو کې د راشدخان، نبي عیسی‌خېل او مجیب ځدران د لوبېدو چانس نه لیدل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام