د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د قرغزستان خلاف د روانې میاشتې په وروستیو کې کېدونکي دوستانه نړیوالې فوټبال لوبې وړاندې په قرغزستان ذهني مخکیوالی ترلاسه کړه.
د فوټبال نړیوالې شورا د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې افغان فوټبال ملي لوبډله په نوي اعلان شوي نړیواله درجه بندۍ کې له ۷ هیوادونو څخه وړاندې شویده.
افغانستان په اعلان شوې درجه بندۍ کې اوسمهال ۲۰۳ امتیازونه له ځان سره لري او دغه راز له ۱۴۴ م مقام څخه ۱۳۷ م مقام ته اوچته شویده.
د فوټبال نړیوالې شورا که څه هم د دغه مخکې تګ په اړه دلیل نه دی ورکړی او نه هم افغانستان په دې وروستیو کې کومه فوټبال لوبه ګټلی ده خو ښکاري چې د نورو لوبډلو په وروسته والي افغانستان د مخکې تګ چانس ترلاسه کړیدی.
دیادونې وړ ده چې پاکستان ته د اپریل په میاشت کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله لومړې د یوه هیواد او دا دی اوس مهال له ۷ نورو هیوادونو څخه وړاندې شویده.
دغه راز افغانستان په اسیایي کچه ۲۲ امتیازونه ترلاسه کړیدي او پدی ډله کې ۱۸ م مقام له ځان سره لري.
همدارنګه د سویلي اسیا په کچه که څه هم افغانستان اوس مهال داتلولۍ جام له ځان سره لري خو بیا هم له مالدیف وړاندې په دوهمه لیکه کې ځای لري.
دیادونی وړ ده چې پدی وروستیو کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په اسیایي فوټبال شورا کې په نوی ایجاد شوي (مرکزي زون) کې شامل شو نو د تاجکستان ، ترکمنستان ، قرغزستان څخه وړاندی د ایران او ازبکستان وروسته بیا دریم مقام له ځان سره لري.
ټاکل شوې ده د فوټبال نړیوالې شورا ( فیفا ) لخوا د نړیوالو لوبډلو راتلونکې درجه بندي د (اپریل) میاشتې په ۹ مه نیټه اعلان شي.





