.jpg)
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ګول ساتونکی اویس عزیزي د ایران فوټبال غوره لیګ سیالیو ته د "ایران نفت" لوبډلې له خوا واخیستل شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، اویس عزیزي له ډنمارک څخه ایران ته رسېدلی او دغلته یې د مشر روزونکي علي دایي تر څارنې لاندې تمرینات ترسره کړل.
ویل کېږي، چې اویس عزیزي د نفت ایران لوبډلې لومړی انتخاب و او باید د علي دايي پام ځانته راواړوي.
.jpg)
د راپورونو له مخې د نفت ایران لوبډلې د ایلسواډور هېواد یو مشهور ګول ساتونکی هم د فوټبال غوره لیګ سیالیو ته وربللی دی.
که څه هم تراوسه له ایران نفت لوبډلې سره د اویس عزیزي د تړون په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د اویس عزیزي په ویکېپیډیا پاڼه کې د نفت تهران او اویس عزیزي ترمنځ د تړون پخلی شوی دی.اویس عزیزي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې د ایراني فوټبال کلب نفت ایران لوبډلې په ګټه د ښه لوبېدو ډاډ ورکړی.
.jpg)
د عزیزي پر وینا، د نفت ایران لوبډلې په ګټه به د ښه ځلېدو هڅه وکړي.
دا لومړی ځل دی، د ایران په غوره لیګ فوټبال سالیو کې افغان لوبغاړی اخیستل کېږي.
اویس عزیزي په ۲۰۱۵ کال کې د لومړي ځل لهپاره د افغانستان په فوټبال ملي لوبډله کې ولوبول شو؛ خو کله چې منصور فقیریار د ټپي کېدو له کبله استعفا ورکړه، نوموړي تراوسه په ۱۴ نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی دی.





