دافغانستان فوټبال ملي لوبډله د فوټبال په نړیواله درجه بندۍ کې له ۱۷ هیوادونه څخه واړندې شوې ده.
د فوټبال نړېوالې شورا (فیفا) لخوا د غړو هیوادونو نوې درجه بندي اعلان شوه، چې په کې افغان فوټبال ملي لوبډله له ۱۵۱ م مقام څخه ۱۳۴ م مقام ته رامخکې شوې ده.
د نړېوالې شورا د اعلان شوې درجه بندۍ له مخې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې امتیازونه روانه میاشت ۲۱۲ ته لوړ شوي دي.
دغه راز افغانستان فوټبال فدراسیون هم په نړېواله درجه بندۍ کې د فوټبال ملي لوبډلې د مخکې تګ خبر ورکړی دی او د دغه پرمختګ یې راتلونکو سیالیو ته د ملي لوبډلې د مورال اوچتولو له پاره ګټور یاد کړی.
د فوټبال فدراسیون خبرپاڼه لیکي، چې د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ م ز کال فوټبال نړېوال جام سیالیو ته د اسیا په ټاکنیز پړاو لوبو پرمهال د کمبودیا خلاف د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې بریا ددې مخکې تګ لامل شوی.
د یادونې وړ ده، چې افغان فوټبال ملي لوبډلې تر اوسه نړېوال جام سیالیو ته د لارې موندنې په موخه د اسیا په ټاکنیز پړاو فوټبال لوبو کې ۲ لوبې ترسره کړی دي، چې سوریې نه یې ماتې خوړلې، خو کمبودیا ته یې د دوي په کور کې د مصطفی ځاځي د ګول په مټ ۰-۱ ماتې ورکړې ده او په خپل (اي) ګروپ کې درېیم مقام لري.
خبرپانه زیاتوي، چې د فوټبال نړېوالې شورا په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې افغانستان د اسیا په کچه ۲۰ م ، د مرکزي اسیا په کچه درېیم او د سویلي اسیا په کچه بیا د پخوا په څیر لومړی مقام له ځان سره لري.
ټاکل شوې ده، چې افغان فوټبال ملي لوبډله به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۳ مه او ۸ مه نیټه دوې نورې فوټبال لوبې هم له تایلینډ او جاپان فوټبال ملي لوبډلو سره ترسره کړي، چې د افغانستان په راتلونکې میاشت درجه بندۍ هم مثبت یا منفي اغیزه لرلی شي.
د فوټبال نړیوالې شورا له خوا د اعلان شوې نړیوالې درجه بندۍ له مخې ارجنټاینۍ لوبډلې د کوپا امریکا په فوټبال سیالیو کی فاینل ته په رسیدو د فوټبال نړیوال جام اتلې المانۍ لوبډلې څخه لومړې مقام نیولې دې.
دغه راز په نړېواله درجه بندۍ کې المان دویم، بلجیم درېیم ، کلمبیا څلورم او هالینډ بیا پنځم مقام له ځان سره لري.





