افغانستان شل اوریزه نړیوال جام ټاکنیز پړاو ته لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ نن راتلونکې (جولای) میاشت د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب پیلیدونکې شل اوریزه نړیوال جام ټاکنیز پړاو ته خپله ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې به ۱۵ لوبغاړي په سفر ځي خو کریم صادق ، عثمان غني او فرید ملک به احتیاطي لوبغاړي وي.

افغان کرکټ بورډ د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب کېدونکې د ۲۰۱۶  کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام ټاکنیز پړاو سیالیو ته خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د کرکټ بورډ لخوا سلام وطندار راډیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په شل اوریزه لوبو کې به هم اصغرستانکزی کپتان او جاوید احمدي مرستیال وي.

دغه راز کرکټ بورډ د وروستیو ناکامیو سره سره یو شمیر لوبغاړي په لوبډله کې ساتلي دي خو د ژمنې له مخې یی یو شمیر ځوانان له نظره غورځولي دي.

په اعلان شوې لوبډله کې د کپتان او مرستیال ترڅنګ محمد نبي عیسی خیل ، نوروزمنګل ، سمیع الله شینواری ، میرویس اشرف ، حمید حسن ، شاپور ځډران ، ګلبدین نایب ، نجیب الله ځدران ، شهزاد محمدي ، ویکت ساتوونکې شفیق الله شفق ، دولت ځدران ، شرف الدین اشرف او افتاب عالم شامل دي.

که څه هم د ډیرې مودې وروسته لوبډلې ته له ټپونو روغ شوي نورعلي ځدران د راستنیدو هیله هم وه خو نوموړې د حضرت الله ځاځي او نجیب الله ترکي په څیر له لوبډلې پاتې شوی دی.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه د خپل چیرمین نسیم الله دانش له خولې لیکي چې لوبډله د وروستیو هراړخیزو کارکردګیو له مخې غوره شوې ده او د لوبډلې د ښه چمتووالي په موخه یې د پوره تیاریو ټټروواهه.

خبرپاڼې د خپل اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي له خولې لیکلي چې افغانستان د سیالیو لوبډلو په وړاندې په لسم مقام لرلو برلاسی دی او هیلمند دی چې دا ځل به هم افغانستان په ډیره اسانۍ سره شل اوریزه نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کوي.

ټاکل شوې ده د جولای په ۹ مه پیلیدونکو شل اوریزه نړیوال جام ټاکنیزپړاو لوبه کې به افغانستان په (بي) ګروپ کې له هالینډ ، کاناډا ، کېنیا ، سکاټلینډ ، عربي امارات او عمان لوبډلو سره لوبې ترسره کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام