افغان کرکټ ملي لوبډله سبا د زمبابوي په لور روانیږي

ټاکل شوې ده د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې دوشنبې په روځ (اکتوبر په ۵ مه) یعنې سبا له کابل څخه د زمبابوي په لور خوځيږي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په کابل کې د ټرینر جیسن او فیزیو عظیم ملک تر څارنې لاندې د یوې اونۍ تمرینات ترسره کړل، چې د سیالې کوربه زمبابوي خلاف ښه چمتوالی ونیسي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک سلام وطندار ته وویل، چې کرکټ لوبډله به د زمبابوي خلاف د رسمي سیالیو ۱۰ ورځې وړاندې دغه هیواد ته ورسیږي.

د ښاغلي هوتک په وینا چې ټاکل شوې ده افغان کرکټ ملي لوبډله به د رسمي سیالیو وړاندې د کوربه هیواد له بیلا بیلو لوبډلو سره د دې له پاره ۳ تمریني سیالۍ هم ترسره کړي، چې د زمبابوي له اب هوا او پیچونو سره ښه بلدتیا پیدا کړي.

د افغانستان او زمبابوي کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ به د ۵ نړیوالو پنځوس اوریزو او ۲ شل اوریزه لوبو لړۍ د اکتوبر په ۱۶ مه نیټه پیل شي.

تراوسه کوم تلویزون د افغانستان او زمبابوي کرکټ سیالیو د خپرولو په اړه څه نه دي ویلي، خو کرکټ بورډ وایي چې سیالۍ به په ژوندۍ بڼه مینه والو ته وښودل شي.

کرکټ بورډ د لوبډلې روزنې له پاره د پاکستان مشهور پخوانی کرکټ لوبغاړی انضمام الحق وګماره خو معلومه نه ده چې انضمام الحق به له کابل، دوبۍ او یا هم زمبابوي څخه له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره یوځای شي.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې د اعلان له مخې د زمبابوي خلاف د اکتوبر په ۱۶ مه نیټه پیلیدونکو ۵ نړیوالو پنځوس اوریزه سیالیو له پاره په افغان کرکټ ملي لوبډله کې اصغرستانکزی کپتان، نوروزمنګل، نبي عیسی خیل، سمیع الله شینوارې، شهزاد محمدي، نورعلي ځدران، شاپورځدران ، نجیب الله ځدران، دولت ځدران، حمزه هوتک، حشمت الله شهیدي، میرویس اشرف، شفیق الله شفق، فرید ملک او افتاب عالم شامل دي.

دغه راز د اعلان له مخې به کریم صادق، عثمان غني، راشد ارمان او ګلبدین نایب د میرویس اشرف، حشمت الله شهیدي، نورعلي ځدران او دولت ځدران په ځای زمبابوي ته ولیږل شي ترڅو د کوربه لوبډلې خلاف په ۲ پلان شوېو شل اوریزه سیالیو کې ولوبول شي.

د یادونې وړ ده، چې دا د افغانستان کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د دومره اوږد سفرله پاره یوه بشپړغړیتوب لرونکي هیواد زمبابوي ته سفر کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام