.jpg)
د ظاهر اغبر پر مشرۍ المپیک ملي کمېټې اعلان کړی دی، چی د المپیک ملي کمیټی ټاکنو له پاره ورته د المپیک نړیوالې شورا څخه برېښنالیک رسېدلی دی.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د مشرتابه پر سر جنجال د افغانستان ورزش او لوبغاړي له ستونزو سره مخ کړي وو، چې ورځ تربلی ژورېږي.
د دې ادارې د فدراسیونونو مشر عبدالکریم عزیزي سلام وطندار ته وویل، ټاکل شوې ده، د افغانستان المپیک ملي کمېټې د مشر ټاکلو له پاره په راتلونکې میاشت «فبرورۍ) کې ټاکنې کېږي.
د عزیزي پر وینا، د ټاکنو د کره نېټې اعلان به (بورډ) کوي، چی د ظاهر اغبر په ګډون په کې د ټولو فدراسیونونو مشران غړیتوب لري.
نوموړي زیاته کړه، ټاکنې به په کابل کې د المپیک نړیوالې کمېټې تر نظر او د کورنیو او نړیوالو ناظرینو تر څارنې لاندې وشي، چې د ټاکنو له نېټې ۲۱ ورځې مخکې به د المپیک د مشرۍ د ترلاسه کولو له پاره به په شرایطو برابرو کسانو باندې فورمې ووېشل شي.
اوسمهال په افغانستان کې دوه سرې المپیک ملي کمېټه فعالیت لري، چې د افغان لوبغاړي یې له بحران سره مخ کړي دي.
د ظاهر اغبر پر مشرۍ المپیک ملي کمېټه له المپیک نړیوالې شورا سره او د محمود حنیف په سرپرستۍ کې د المپیک ملي کمېټه له افغان حکومت سره رسمیت لري.
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د مشرتابه د ټاکنو ترڅنګ به د دغه اداری بیلا بیلو بستونو لپاره وړ کسان د رایو په اساس په دنده وګمارل شي.
په همدې حال کې د محمود حنیف تر سرپرستۍ لاندې د المپیک ملي کمېټې د بهرنیو اړیکو مسوول نجیب فایز سلاموطندار ته وویل، چې د ولسمشر له خوا د ګمارل شوي هیات د راپور او د ولسمشر د فرمان پر بنسټ یوازې د دوی المپیک رسمیت لري او نورې موازي اداری لغوه اعلان شوې دي.
د فایز پر وینا، د ظاهر اغبر پر مشرۍ کېدونکې ټاکنې د منلو وړ نه دي او د مشرتابه له ټاکلو مخکې باید په افغانستان کې د فدراسیونونو د مشرانو د غوراوي له پاره ټاکنې وشي.
د دوه سري المپیک ملي کمېټې له خوا تېر کال هم په جنجالونو پای ته ورسېد، چې زیان یې د افغانستان ورزش او لوبغاړیو ولید او سږ کال هم په داسې حال کې پیل شوی، چې له ازربایجان په کوربتوب د اسلامي هېوادونو سیالیو ته دواړه ادارې لوبغاړي ولېږي.





