پروان کې د کرېکټ‌بورډ د «بندامیر زون» پرانیسته وشوه

بندامیر زون کې پروان، کاپیسا، پنجشېر، بامیان، دایکنډي او میدان‌وردګ ولایتونه شاملېږي او له دې وروسته به د شپږو لوبډلو په لرلو سره فعالیت وکړي. افغان‌ کرېکټ‌بورډ همدې اړتیا ته په کتو په‌ پروان ولایت کې د بندامیر زون پرانېسته وکړه.

د افغان کرېکټ‌بورډ مشر عزیزالله فضلي پروان ولایت کې د بندامیر زون پرانيستلو پر مهال وویل، هڅه کوي هېواد کې د کرېکټ معیاري لوبغالی جوړ کړي چې یوه ورځ د نړۍ مهمو لوبډلو کوربتوب وکړي.

په ورته وخت کې د پروان والي فضل‌الدین عیار د کرېکټ بندامیر زون ودې په موخه دې ولایت کې د کرېکټ لوبغالي جوړولو له‌پاره افغان کرېکټ بورډ ته شل جریبه ځمکه په واک کې ورکړه.

د پروان والي وویل، دولت د ورزش هرې برخې لوبغاړیو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

پر دې ټولو سربېره، پروان کې د بندامیر زون پرانیستل او د کرکت لوبغالي جوړولو له‌پاره د شل جریبه ځمکې مشخصول، د کرېکټ لوبغاړیو له تود هرکلي سره مخ شو.

پروان کې د کرېکټ دوه لوبغاړي سکندر او ضیاالحق وايي، د کرېکټ میدان نه لرلو په دلیل له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی اوس خوشاله دي چې د خپلو لوبو له‌پاره به یو ځانګړی او معیاري لوبغالی ولري.

د افغان کرېکټ‌بورډ مسوولانو په باور، پروان کې د کرېکټ بندامیر زون په پرانیستلو سره د کابل‌زون هم له دغه زون سره یو ځای شوی او له‌دې وروسته به د کرېکټ معیاري کولو له‌پاره د دوی هڅې نورې هم چټکې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام