
ټاکل شوې ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله روانه اوونۍ د ډېسمبر پر ۱۴ مه نېټه په ۳ نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې د کوربه عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.
د عربي اماراتو کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې به لومړۍ او وروستۍ «درېیمه» سیالي د افغانستان پر وخت ماسپښین یوه نیمه بجه او دویمه هغه به د ماسپښین پر دوه نیمې بجې وشي.
د دغی لړۍ لومړۍ لوبه به د عربي اماراتو په دوبۍ (ګلوبل) کرکټ اکاډمي لوبغالي کې د ډېسمبر پر ۱۴ مه نېټه پیل شي.
دغه راز دویمې لوبې لهپاره به د همدې میاشتې پر ۱۶ مه نېټه د دوبۍ تر ټولو ښکلي او نړیوال (دوبۍ سپورټس سیټي) لوبغالي ته ورشي.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به وروستۍ سیالي د دویم ځل لهپاره د ډېسمبر پر ۱۸ مه نېټه په (ګلوبل) کرکټ اکاډمي کې ترسره شي.
افغان کرکټ بورډ په عربي اماراتو کې د انګلستان لاینز کرکټ لوبډلې پر خلاف ۴ ورځنۍ سیالۍ ته له مخکې ورلېږل شوې لوبډلې سره څو نور لوبغاړي هم ورولېږل.
په دې لوبغاړیو کې ګلبدین نایب، عثمان غني، حضرت الله یاځي، حمزه هوتک، افتاب عالم، نجیب الله ځدران او فرید ملک شامل دي.
تر اوسه نه ده معلومه، چی د ۲۰ اوریزو لوبو لهپاره دلیږل شوي لوبغاړو په بدل کی به د ۴ ورځنۍ سیالي لهپاره د غوره شوې لوبډلې کوم لوبغاړي بېرته افغانستان ته راستانه شي.
که څه هم مخکې د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال عمومي مشر حاجي عزیزالله فضلي سلام وطندار سره په خبرو کې په ټلوېزیون د سیالیو د ژوندي خپرېدا زېری ورکړی و؛ خو بیا یې په اړه تازه څه نه دي رسنیز شوي.
افغانستان له عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې سره یوازې ۲ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي، چې یوه یې ګټلې او بله کې یې ماتې خوړلې.
د عربي اماراتو پر خلاف د افغانستان لهپاره شهزاد محمدي په ۸۰ منډو مخکښ توپوهونکی او راشد خان په یوه لوبه کې په ۳ وېکټو د یادې لوبډلې پر خلاف مخکښ افغان توپاچوونکی دی.





